کرزی د ترکیې درې اړخیزې غونډې ته ولاړ

د خپريدو وخت: 10:18 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

حامد کرزی له ترکي او پاکستاني چارواکو سره پر دوو اړخیزو مسایلو غږېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزی په یوه درې ورځني رسمي سفر ترکیې ته ولاړ.

د ولسمشرۍ له لوري خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې حامد کرزی ترکیې ته د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه ۷مه غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی دی.

ولسمشر کرزی به په دې غونډه کې له ترکي چارواکو سره پر خبرو سربېره د پاکستان له ولسمشر سره هم وګوري.

له ولسمشر حامد کرزي سره په دې سفر کې ځینې وزیران او نور جګپوړي افغان چارواکي هم ملګري دي.

په دې درې ورځنۍ غونډه کې افغان لوری له ترکي هغو سره ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاښه کولو پرسر خبرې کوي.

له ارګه خپره شوې اعلامیه وايي، چې حامد کرزی به له اصف علي زرداري سره دسولې او پر افغان څارګر مشر اسدالله خالد د برید په تړاو له پاکستان څخه د معلوماتو غوښتنه وکړي.

وړاندې هم حامد کرزي په کابل کې ویلي وو، چې د ترکیې په سرمشریزه کې به له پاکستان سره پر افغان چارواکو د بریدونو په اړه جدي خبرې وکړي.

حامد کرزي مخکې پاکستان کې مېشت اورپکي د افغان جګپوړو چارواکو په وژنې تورن کړل.

حامد کرزي ویلي وو، چې د سولې شورا د مخکني مشر برهان الدین رباني وژونکی هم له کوټې څخه د مېلمه په پلمه راغلی و، او پر اسدالله خالد هم برید کوونکی د مېلمه په جامو کې راغلی وو.

افغان چارواکو څو – څو ځلې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی، او وايي چې پخپله خاوره کې یې ترهګر او د القاعدې غړي فعالیتونه کوي او اورپکي روزي.

خو پاکستان دا ادعا د تل په څېر رد کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .