"پاکستان د زریزې خپلو موخو ته نه شي رسېدی"

د خپريدو وخت: 20:45 گرینویچ - چارشنبه 12 ډسمبر 2012 - 22 لیندۍ 1391

د پاکستان له نيمو ماشومانو کمو ته يې له ناروغيو د خونديتوب واکسين شوی دی

د ملګريو ملتونو ماشومانو اداره (UNICEF) وايي پاکستان د زريزې هغو پرمختيايي موخو ته پر لار نه دی، چې په نړيواله کچه يې د رسېدو نېټه ۲۰۱۵ کال په ګوته شوی دی.

د پاکستان پلان جوړونې کمسيون او يونيسېف ګډ راپور چې پر چارشنبې خپور شوی، په کې ويل شوي په دغې ټاکل شوې موده کې پاکستان د زريزې موخو ته نه شي رسېدی.

پاکستان په ځينو برخو کې پرمختګ کړی، خو دغه راپور هغه حالت چې ښځې او ماشومان ورسره مخامخ دي، په تېره بيا د روغتيا او پوهنې برخه کې، تت بللی دی.

راپور وايي په پاکستان کې په تېرو څو کلونو کې د ماشوم زېږونې پر مهال د ميندو مرګونو کې کمی راغلی، خو اوس هم زيات دی، او د زېږېدليو ماشومانو ۱۰/۱ يې مخکې له دې چې ۵ کلنۍ ته ورسېږي مري.

د پاکستان موخه دا ده چې دغه شمېر ۲۰/۱ ته راکم کړي. له څه د پاسه ۳/۱ دغو مرګونو لاملونه د درملنې وړ ناروغۍ بلل شوې دي.

د پاکستان له نيمو ماشومانو څه کمو ته يې له ناروغيو د خونديتوب واکسين شوی دی. د دغه هېواد نژدې هر ولايت کې د ماشومانو روغتيا ساتنې کچه لوېدلې ده.

په راپور کې ويل شوي د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ توپيري چلن پر کورني ژوند، کارځايونو، سياست او روغتيا ساتنې چارو غوړېدلی دی.

۳/۴ نجونې په لومړنيو ښوونځيو کې نه شاملېږي، او د دغه هېواد نژدې ۴/۳ برخه ښځې هم نالوستې دي.

په عمومي ډول د هغو ماشومانو سلنه چې په ښوونځي کې د ۵ کلونو زده کړه بشړوي، هم رالوېدلې ده.

په تېره نژدې موده کې د ۲۰۱۰ کال سېلابونو په ګډون طبيعي ناورينونه هم د دغه شاتګ لامل شوي دي.

د بېلګې په ډول پنجاب کې سېلابونو ښوونځي ويجاړ کړي او بېوزلي يې زياته کړې، چې له امله يې ځينې کورنۍ اړ شوې خپل ماشومان ګټې وټې او کارونو ته واستوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .