ولسې جرګه د ۱۱ وزیرانو برخلیک پټ ټاکي

د خپريدو وخت: 20:42 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

د جرګې اداري پلاوی وايي په دې ډول به ولسي استازي وکړای شي د اړيکو او خپلوۍ په پام کې نيولو پرته به خپل تصميم ونيسي.

د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې د هغو ۱۱ وزيرانو د څرګندونو د قناعت او يا مخالفت لپاره پټې رايې کاروي چې د بودجې د کم مصرف له امله يې د استيضاح تصميم نيول شوی دي.

د ولسي جرګې د داخلي دندو له مخې تر دې وړاندې په دې تړاو رايه ورکول علني وو.

د جرګې اداري پلاوی وايي په دې ډول به ولسي استازي وکړای شي د اړيکو او خپلوۍ په پام کې نيولو پرته به خپل تصميم ونيسي.

ټاکل شوې استيضاح شوي وزيران راتلونکې اوونۍ ولسي جرګې ته د بودجې په تړاو د ځواب ويلو لپاره ورشي.

د افغان کابينې د هغو ۱۱ وزيرانو د استيضاح موضوع چې د ۱۳۹۰م کال پراختيايي بودجه يې له ۵۰ سلنې کمه لګولې يو ځلې بيا د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې راپورته شوه.

جرګې د رايو په اکثريت تاييد کړه چې د دغو وزيرانو د څرګندونو په اړه د وکيلانو قناعت او مخالفت به د علني رايې پر ځای دا ځل په پټې رايې وښيي.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي که څه هم د هغو دلايلو په اړه ډېر توضيحات ور نه کړل چې ولسي استازو يې له مخې دغه پرېکړه کړې، خو و يې ويل دا پرېکړه يې د هېواد ملي ګټو ته په پام کې نيولو سره کړې ده.

تر دې وړاندې هغه وزيران چې استيضاح کېدل د څرګندونو د قناعت او يا هم مخالفت په اړه يې رايې کارول علني وو.

په داسې حال کې چې ځينو وکيلانو له پټې رايې ورکولو سره مخالفت ښوولی، خو د جرګې ډېری په دې يوه خوله ول چې پټه رايه ورکول به دوی په خپل انتخاب کې خلاص مټ پرېږدي.

ولسي جرګه دغه فيصله له هغه څو ورځې وروسته کوي چې تر استيضاح وروسته د اوبو او برېښنا د وزير څرګندونې د جرګې د ډېری غړو لپاره د قناعت وړ وګرځېدې.

همدې د خلکو او د ولسي جرګې د غړو ترمنځ له وزیرانو سره د وکيلانو د اړيکو او خپلولۍ پر پاللو شکونه پيدا کړل.

د اوبو او برېښنا، پوهنې، لوړو زده کړو، دفاع، کورنيو چارو، ښار جوړولو، کانونو، سوداګرۍ، اقتصاد، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او اطلاعاتو او کولتور هغه وزارتونه دي چې ولسي جرګې يې تېره اوونۍ د وزيرانو د استيضاح کولو پرېکړه وکړه.

ټاکل شوې دغه ۱۱ وزیران چې ځينې يې وايي د دوی لګول شوې بودجه سمه نه ده حساب شوې، راتلونکې اوونۍ جرګې ته د ځواب ويلو لپاره حاضر شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .