هرات د پاخه عمر روږدو درملنه کوي

د خپريدو وخت: 09:21 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391
په روغتون کې د روږدو کسانو عکس ګورﺉ (بي بي سي پښتو وېبپاڼه)

هرات اوس په نشه یې توکو د روږد کسانو د درملنې لپاره د لومړني دولتي روغتون لرونکی دی.

د افغانستان په لوېديځ ولایت هرات کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لومړنی دولتي روغتون پرانیستل شوی.

دغه ۳۰ بستریز روغتون به چې د نارینه معتادینو درملنې ته ځانګړی شوی ، د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي.

دا روغتون اوس د یوه کال لپاره فعال شوی او چارواکي وایې چې د تشکیل په پراخېدو سره به دې ته چمتو شي، چې په دایمي توګه فعالیت وکړي.

د هرات د عامې روغتیا مشر ډاکټر غلام سعید راشد وایي: ''دا روغتون اوس ۳۰ بستره لري او ډېره تمه شته، چې تر ۵۰ بستره انکشاف او پراختیا ومومي. دا خو اوس یو پیل دی. اوس خو یې کار د یوه کال لپاره پيل کړی . تشکیل یې د عامې روغتیا د وزارت له خوا منظور شوی او ډېره تمه کېږي چې خپل کار ته دوام ورکړي.''

اوس د هرات د ولایتي چارواکو په وینا، په دغه ولایت کې په یوه وخت کې د څه د پاسه دوه سوتنو معتادینو د درملنې امکانات شته.

مخکې تر دې په هرات کې د هغو ښځو او ماشومانو د درملنې په موخه کلینکونه د ځینو انجوګانو له خوا فعال شوي چې د نشه یې توکو په استعمال اخته دي.

دا نوی دولتي روغتون یوازې د پاخه عمر هغو نارینه وو ته ځانګړی شوی دی.

دا روغتون اوس په رسمې توګه پرانیستل شوی، خو عملي فعالیت یې څو موده مخکې پیل کړی وو او تر شاوخوا یوې میاشتې درملنې وروسته اوس یوشمېر هغه کسان چې پخوا په نشه یي توکو اخته و، ورڅخه فارغ شوي.

دوی وایي بې وزلي او بې روزګاري دوی دې ته هڅولي وو چې نشه یې توکي استعمال کړي.

فضل احمد یو له هغو ناروغانو څخه دی چې شاوخوا یوه میاشت یې په دغه روغتون کې درملنه شوې او اوس له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی.

"د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې ترسره شوې په هرات کې په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر ۶۰ زرو ته رسېږي، چې له ۸ تر ۱۱ سلنې یې ښځې او له ۵ نه تر ۸ سلنه یې ماشومان دي."

نوموړی وایي ''موږ د ډېر رنځ او بې روزګاري او بې وزلۍ له کبله معتاد شوو. توکل په خدای دی چې دوی موږ ته یو کار هم پیدا کړی.''

هغه معتادین چی دغه روغتون او نورو کلینکونو ته لېږدول کېږي، د دې موقع ترلاسه کولی شي چې خپل عادي ژوند ته وروګرځي، خو ایا د دې لپاره هم تضمین شته چې داسې کسان بېرته د نشه یي توکو په استعمال اخته نه شي؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزرت د ولایتونو سره د اړیکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالحکیم عزیز وایي ''موږ په ځینو و لایتونو کې داسې تجربې لرو چې یوشمېر معتادین چې روغ شوي او درملنه یې شوې، د کار د نشتوالي په خاطر یې بېرته د نشه یي توکو استعمال ته مخه کړې. دا یوازې د عامې روغتیا د وزارت دنده نه ده. نورې څانګې هم باید مرستې وکړي چې دغو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.''

د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې ترسره شوې په هرات کې په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر ۶۰ زرو ته رسېږي، چې له ۸ تر ۱۱ سلنې یې ښځې او له ۵ نه تر ۸ سلنه یې ماشومان دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .