برېښنايي تذکرې اړین ماشینونه غواړي

د خپريدو وخت: 11:35 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

د معلوماتي تکنالوژۍ کتونکي د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو پلي کول د وګړو د ثبت په برخه کې د معیاري کېدو په لور یو مثبت ګام بولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بالاخره د برېښنايي پېژندپاڼو (تذکرو) د وېشلو لپاره د کارکوونکو د ازموینې او د استخدام لومړی بهیر پای ته ورساوه.

ټاکل شوې وه، چې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو لپاره د نوم لیکنې لړۍ د روان کال د تلې په میاشت کې پیل شي، خو د چارواکو په وینا دغه لړۍ د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله سلواغې میاشتې ته وځنډېده.

خو لا هم د دغو پېژند پاڼو د چاپ لپاره اړینې دستګاوې کابل ته نه دي راوړل شوي.

دا چې د پېژند پاڼو د برېښنايي کېدو په مخ کې څومره ستونزې پرتې دي، ماریا محب يي په اړه دغه ځانګړی رپوټ له کابله برابر کړی دی.

د برېښنايي پېژند پاڼو وېشل، یوه لویه ملي پروژه ده، چې د څه باندې ۲۲۰ میلیون ډالرو په لګښت پلې کېږي.

اوس مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د وګړو د شمېرنې اداره پر یوه کاغذ لیکل شوې پیژندل پاڼې وېشي.

د دغې ادارې مخې ته وینم، چې لا هم په سلګونه کسان د پېژند پاڼې د اخیستو لپاره راټول شوي دي.

ټاکل شوې وه، چې د برېښنايي پېژند پاڼو وېشل د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې پیل شي، خو دغه بهیر د تخنیکي ستونزو له کبله تر سلواغې میاشتې وځنډېد.

"افغان چارواکي وايي، دغه پېژند پاڼې، چې په نړېوالو معیارونو طرحه شوې دي، که سمې وویشل شي، د سیمې په هېوادونو کې به کم سارې وي."

تر راتلونکو دوو میاشتو د برېښنا يي پېژند پاڼو له وېشلو سره سم هغه پخوانۍ پېژند پاڼې چې یوه مخیزه پاڼه وه، ظاهرآ د اعتبار وړ به نه وي، خو پېژند پاڼو ته اړتیا، خلک اړ کړي، چې دوو میاشتو ته په تمه نه شي.

د برېښنايی پېژند پاڼو د وېشلو د چمتوالي لپاره د چارواکو له خبرو داسې ښکاري، چې دغه پروګرام لا هم له ستونزو سره مخامخ دی.

د کورنیو چارو وزارت د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو مشر انجنیر معصوم فرهاد وايي، د برېښنايي پېژند پاڼو د حافظې په کارت یا چیپ کې د راټولو شویو معلوماتو د چاپ لپاره ځانګړی سافټویر کارول کېږي.

خو د ښاغلي فرهاد په وینا دغه تخنیکي وسایل تراوسه نه دي راوړل شوي.

د دغه پروګرام پلي کول سلګونو مسلکي کار کوونکو ته اړتیا لري.

د دغو کارکونکو دګومارنې لپاره نوی بهیرپیل شوی او په همدې موخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ له سلګونو کسانو آزموینه واخیسته.

د چارواکو په وینا د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو نوم لیکنه به تر راتلونکو دوو میاشتو پیل شي.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ د وزارت تختنیکي انجینیر مرستیال بریالی حسام وايي، د وېشلو د پروګرام له پیل څخه دمخه به ټاکل شوي کار کوونکي یوه روزنیزه دوره تېره وي.

د برېښنايي پېژ ند پاڼو د وېشلو د ادارې چارواکي وايي، د کارکوونکو د ګومارلو په بهیر کې له ننګونو سره هم مخامخ دي، چې یوه ننګونه یې د چارواکو په خوښه د کار کونکو د ګومارلو فشارونه دي.

"چارواکي د شاوخوا دېرش ټن په وزن د چاپ د دستګاوو د نه راوړلو لامل، په کورنیو چارو وزارت کې د دغو دستګاوو د ځای پرځای کولو لپاره د ځانګړي ځای نشتوالی په ګوته کوي."

د کورنیو چارو وزارت د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو مشر انجنیر معصوم فرهاد وايي، څو ځلې ګواښل شوی هم دی.

پر دې سربېره د پېژند پاڼو د چاپولو لپاره اړین ماشینونه، چې د سلګونو میلیون ډالرو په لګښت له امریکا، سویلي کوریا او مالیزیا څخه اخیستل شوي، تراوسه افغانستان ته نه دي راوړل شوي.

چارواکي د شاوخوا دېرش ټن په وزن د چاپ د دستګاوو د نه راوړلو لامل، په کورنیو چارو وزارت کې د دغو دستګاوو د ځای پرځای کولو لپاره د ځانګړي ځای نشتوالی په ګوته کوي.

خو پوښتنه دا ده، چې څنګه کیدای شي، د اړتیا وړ ماشنینونو په نشتوالي کې د برېښنايي پېژند پاڼو وېشل پیل شي؟

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي مرستیال انجینیر بریالی حسام وايي، د دې ستونزې د هواری لپاره يي لنډ مهاله پروګرام په پام کې نیولی دی.

په افغانستان کې د برېښنايی پېژند پاڼو د وېشلو او چاپ په اړه له دریو کلونو راهیسې بحث کېږي، خو ولې لا هم دغه پروګرام په ځنډ روان دی؟

همدغه پوښتنه مې د ښاغلي حسام مخې ته کېښوده.

له دې ټولو سره سره، ځينې خلک له دغې پروژې نه له مالي پلوه د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه هم اندېښنه لري.

په ولسي جرګه کې د بغلان ولایت استازی عبیدالله رامین همدغې اندېښنې ته اشاره کوي:

''زما په یاد دي، چې په هغه وخت کې د دغې پروژې لپاره د ۵۴ میلیون ډالرو د بودیجې بحث کېده، خو اوس يي بحث ۱۲۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی. اوس نو تاسو غواړی په ۱۲۰ میلیون ډالرو يې ځواب ووایی، په داسې حال کې، چې د راتلونکي کال په بودیجه کې ورته شپږ میلیون ډالره ځانګړي شوي. د پېژند پاڼو د ترتیب، تنظیم او وېشلو لپاره پينځه میلیون ډالره او یو میلیون هم د ودانۍ لپاره ځانګړي شوي دي.''

د برېښنايي تذکرو د وېش خبره داسې مهال کېږي، چې په دغه هېواد کې کره سرشمېرنه لا نه ده شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال میرزا محمد یارمند د دغې اندېښنې په ځواب کې وايي، چې تر اوسه ځانګړې شوې بودیجه د دوی په واک کې نه ده ورکړل شوې:

''زموږ لپاره تر اوسه یوه روپۍ هم نه ده لګول شوې. زموږ دغه ټیمونه د کورنیو چارو د وزیر تر نظر لاندې دي او هغه ملاتړ له ځان سره لري او هغه تخصیص چې مو ته راکړل شوی، د پروسس په حال کې دی، موږ له همدغو پيسو د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکوو. په همدې اړه په تېرو دریو کلونو کې موږ خپله بودیجه پړاو په پړاو له مالیې وزارت سره په تفاهم کړی دی او هغوی هم ژمن دي او د وزیرانو شورا هم هغوی ته دنده سپارلې، چې باید دغه بودیجه ورکړي.''

ډېری خلک هغو رپوټونو ته په اشارې، چې په وروستیو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړیو هڅه کړې، خپلو وګړو ته افغاني تابیعت ترلاسه کړي، وايي، د برېښنايي پېژند پاڼو وېشل باید څو کاله مخکې پیل شوې وی.

درغلۍ

خو د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر بریالی حسام وايي، برېښنايي پېژند پاڼې داسې ځانګړنې لري، چې د ده په ټکو درغلۍ پکې نا شونې دي.

افغان چارواکي وايي، دغه پېژند پاڼې، چې په نړېوالو معیارونو طرحه شوې دي، که سمې وویشل شي، د سیمې په هېوادونو کې به کم سارې وي.

د معلوماتي تکنالوژۍ کتونکي د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو پلي کول د وګړو د ثبت په برخه کې د معیاري کېدو په لور یو مثبت ګام بولي او وايي د افغان حکومت د برېښنايي حکومتوالۍ د پروګرامونو د پلی کولو لپاره یو مهم ګام دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .