''د ننګرهار وژل شوې نجونې زده کوونکې وې''

د خپريدو وخت: 05:35 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

چارواکو ویلي، چې د ډېری وژل شوو نجونو عمرونه د نهو او ۱۱ کلونو ترمنځ دي.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږترلږه لس کوچنۍ نجونې وژل شوې او دوې نورې ټپیانې دي.

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار د پوهنې اداره او سیمه ییز خلک وايي، چې په چپرهار ولسوالۍ سړک غاړې ماین په چاودنه کې لس واړې وژل شوې نجونې د ښوونځي زده کوونکې وې.

کلیوالو ویلي، چې وژل شوو نجونو له ماسپښین وروسته ښوونځی لوست، چې د ښوونځي د لومړي-شپږم ټولګيو زده کوونکې وې.

تر دې دمه د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې ددې پېښې مسؤوليت نه دى منلى.

چپرهار د ننګرهار ولایت يوه ناارامه سيمه ده چې زياتره وختونه ترې د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي.

کلېکاږل د جنازې انځورونه وګورﺉ

خو وړاندې، د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال بي بي سي پښتو څانګې ته د تیلې فون پر کرښه وویل، پېښه نن سهار (دوشنبه/دسمبر ۱۷) شاوخوا اته بجې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وايي، چې پېښه د چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو سیمه کې هغه مهال وشوه، چې یوې بوټي راټولوونکې نجلۍ ماین په تېشه وواهه.

دی زیاتوي، چې ماین له وړاندې په خامه سړک ځای پرځای شوی و.

د وژل شوو نجونو جنازې

چارواکو ویلي، چې د ډېری وژل شوو نجونو عمرونه د نهو او ۱۱ کلونو ترمنځ دي.

ښاغلی مشرقیوال وايي، چې په سیمه کې د یوه بل ځای پرځای شوي ماین خبر هم ور رسېدلی، چې د همغږۍ مرکز یې پرې خبر کړی دی.

چارواکو ویلي، چې د ډېری وژل شوو نجونو عمرونه د نهو او ۱۱ کلونو ترمنځ دي.

وړاندې ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي وو چې د روان کال په دریمه ربعه کې په افغانستان کې د ولسي وکړو په مرګ ژوبله کې نژدې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی، چې د ۸۰ سلنې پړه یې د دولت پر مخالفو وسله والو اچولې ده.

په کابل کې د یوناما ویاند نظیف الله سالارزی وايي د روان میلادي کال په دریمه ربعه کې د کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۸ سلنه ډیروالی راغلی.

ښاغلی سالارزی وايي په همدې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۹۶۷ ولسي وکړي وژل شوي او ۱۵۹۰ کسان ژوبل شوي دي.

خو طالبانو د یونما دغه راپور رد کړ او دا یې یو اړخیزه بللی دی.

د اسلام او انسانیت ضد

"د اوتاوا د تړون له مخې باید تر ۲۰۱۳ کاله د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو څخه پاکې شي."

په ۱۹۹۸ کال کې د وسله والو طالبانو مشر ملا عمر پرسونل ضد ماينونه د اسلام او انسانيت ضد بللي وو او خپلو پلويانو ته يې د هغو د نه کارولو لارښوونه کړې وه.

په افغانستان کې ډېر ماينونه د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او له هغه را وروسته د کورنيو جګړو په پېر کې خښ شوي، خو د ماين پاکۍ يو شمېر موسسې وايي لاهم د جګړو په سيمو کې نوي ماينونه اېښودل کېږي.

په دې وروستیو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې ماینونه یوه لویه ننګونه ګنل کېږي چې د راپورونو له مخې په روانو جګړو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لامل د سړک د غاړې او یا نورو لېرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي ماینونه دي.

د اوتاوا د تړون له مخې باید تر ۲۰۱۳ کاله د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو څخه پاکې شي، خو د ماین پاکولو ادارې د نورو ترڅنګ نا امني دې هدف ته د رسېدو په وړاندې یوه مهمه ننګونه په ګوته کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .