"د پاریس غونډه یوازې لیده کاته دي، نه جوړ جاړی"

د خپريدو وخت: 07:53 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

له دې مخکې طالبانو ویلي و، چې د افغانستان راتلونکې په اړه د خبرو لپاره به په دې جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړي، خو د سولې او پخلاینې په اړه به خبرې ونه کړي.

د فرانسې چارواکو ويلي د افغان حکومت او طالبانو استازي به روانه اوونۍ په پاريس کې مخامخ سره وګوري او د افغانستان پر راتلونکې به سره وغږېږي.

له دې مخکې د افغانستان ولسمشرحامدکرزي هم ويلي و، چې د فرانسې خبرو کې برخه اخلي خو پر دې يې ټيګار کاوه چې د خبرو اصلي ځاى افغانستان دى.

د پاريس خبروکې به د پخوانۍ شمالي ټلوالي ځيني غړي هم برخه واخلي.

رويټرز خبري اژانس د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورن فابيوس له خولې ليکلي چې له تېرو دريو کلونو بېلا بېلو ډلو سره خبرې روانې وې.

ده وويل "د سولې خبرې د هغه چا ترمنځ کېږي چې يو بل سر جوړ نه وي او خپله سيمه کې يو بل سره نه شي ليدلى، دا ليده کاته دي نه د جوړجاړی خبرې."

ټاکل شوې چې د بېلا بېلو اړخونو ۲۰ غړي به دې خبرو کې برخه لري، او خبرې به د چارشنبې او جمعې ترمنځ د پاريس په شمال کې ترسره کېږي.

د دغې ناستې برابرولو چارې د فرانسې د ستراتيژيکو پلټنو بنسټ له خوا ترسره شوې دي.

د دغه بنسټ مشر کميل گران د رويټرز خبري اژانس ته وويل چې غونډې ته کسان په انفرادي ډول وربلل شوي دي، هدف دا دى چې هغوي په ازاد ډول د بندو دروازو تر شا وغږېږي، خو ده د بلل شويو کسانو د نومونو له ښکاره کولو ډډه وکړه.

"د سولې خبرې د هغه چا ترمنځ کېږي چې يو بل سر جوړ نه وي او خپله سيمه کې يو بل سره نه شي ليدلى، دا ليده کاته دي نه د جوړجاړی خبرې."

لاورن فابيوس

له دې مخکې طالبانو ویلي و، چې د افغانستان راتلونکې په اړه د خبرو لپاره به په دې جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړي، خو د سولې او پخلاینې په اړه به خبرې ونه کړي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې یوه وینا کې طالبانو ویلي، چې د دوی له سياسي دفتره دوه تنه استازي به د پاریس غونډې ته واستول شي چې دافغانستان د حالاتو په اړه د طالبانو دريځ په مخامخ توګه د غونډې ګډونوالو او نړيوالو ته ورسوي.

ویاند دغه راز ویلي و، چې د دوی استازي به یوازې خپله وینا اوروي او ټینګار یې وکړ، چې دغه کنفرانس يو څېړنيز اوعلمي کنفرانس دی، ځکه په هغه کې نه له چاسره کومه سياسي پرېکړه کېږي او نه به هم له افغان حکومت یا بهرنیو ځواکونو سره کوم ډول خبرې اترې وشي.

د پاریس په غونډه کې چې د فرانسې د څېړنيز انسټیتیوت له خوا جوړېږي ټاکل شوې د افغانستان د سولې د دولتي شورا، د حکومت د سیاسي مخالفینو او حزب اسلامي استازي هم ګډون وکړي.

داسې اټکل نه کېږي، دا غونډه به کومه ټاکلې پایله ولري، خو د افغانستان په روانو حالاتو کې د ښکېلو بېلابېلو لویو اړخونو تر منځ به یوه کم سارې مخامخ ناسته وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .