''د طبابت اخلاق''، که د ډاکټرانو بې غوري

د خپريدو وخت: 12:24 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

دا چې ماشوم مو څو ځله ښکته پورته کړی وو، نو مات شوي هډوکي یې یو له بله تېر و بېر شوي وو او درملنې یې څو میاشتې وخت ونیو.

د تلویزیون له لارې مې د ښاغلي کرزي وینا کتله او ډاکترانو ته یې دې وینا چې طبابت د انساني خدمتونو یوه رشته، هغه څوک چې غواړي ډاکټر شي باید په خپل وجود کې د نورو په پرتله انسان ته د خدمت کولو ډېر احساس ولري، ما ته یوه ډېره بده خاطره را په یاد کړه.

څو میاشتې مخکې مې زوی په یوه فرعي سړک او د کور مخې ته موټر په داسې زور وواهه چې پورته یې کړ او ان د موټر د مخې پر ښیښې ورولوېد. یوه پښه یې غوټه ماته شوې وه خو نور حال یې نه معلومېده، ځکه د موټر ښیښه هم دده د سر له لګېدو سره ماته شوې وه.

د دوه درې نورو کسانو په مرسته مو ژر موټر ته پورته کړ او یوه شخصي روغتون ته مو ورساوه.

همدا چې ناروغ مو د روغتون له دروازې دننه کاوه نو ساتونکو او کارګرانو وویل، وروره ډاکتران لا ندې راغلي، ستاسو د ناروغ حالت ښه نه دی، مخکې له دې چې وخت درباندې تېر شي نو ژر یې بل روغتون ته ورسوﺉ.

په زړه کې مې وویل چې په شخصي روغتون کې ډاکتران د سهار تر نهو بجو وروسته راځي نو د نورو به څه حال وي، خو هغه وخت د خبرو نه وو، ژر مو خپل ناروغ بېرته موټر ته پورته کړ، او د ایمرجنسي روغتون ته مو ورساوه، کور یې ودان د پښې عکس یې واخیست او هغه د ډاکترانو خبر وضعیت یې ورته وټاکه، خو بښنه یې وغوښته او ویل یې چې موږ یواځې د جګړې قربانیان دلته منلی شو.

بیا مو خپل ناروغ موټر ته پورته کړ په داسې حال کې چې ژړل یې او چیغې یې وهلې د کابل له ګڼې ګوڼې په ډکو سړکونو مو د اندراګاندي روغتون ته ورساوه.

په داسې حال کې د ناروغ لپاره د هرې شیبې تېرېدل د درملنې بهیر لا سختوي. د روغتون په مخکې ولاړ ساتونکي په ډېره سړه سینه یې وویل: ناروغ مو ښکته کړﺉ، موټر ته اجازه نشته!!.

هر څه مو چې ورته وویل چې د ناروغ پښه ماته شوې او په داسې وضعیت کې نه دی چې په خپلو پښو ولاړ شي. خو په چا یې اورې؟! آخر مې چیغې کړې داسې چې خلک راټول شول، کتل مې چې له بلې خوا یې قومندان راغی او هغه ته یې امر وکړ چې لار راته خوشې کړي.

عاجله څانګه

د عاجل شعبې مخې ته مو ځان ورساوه، یوې خوا او بلې خوا مې منډې وهلې چې یوه تذکره پیدا کړم چې خپل ناروغ پکې تر اړوند ډاکټر ورسوم. خو تر شاوخوا لسو دقیقو منډو په خپله هڅه کې بریالی نه شوم.

بالاخره یوه پایواز چې ښايي له مخکې به یې څارلم راته وویل راشه زه به خپل ناروغ له دې تذکرې ښکته کړم ته خپل ناروغ پکې ورسوه.

مننه مې ترې وکړه، خو کله مې چې تذکرې ته وکتل نو په بنداژونو تړل شوې وه او په وینو ککړه وه. خو ما یې هغو شیانو ته ونه کتل او کله مې چې راکش کړه نو یوه عرابه یا تایر یې نه وو. وروسته مې فکر شو چې ولې هغه کس تذکره له ځایه نه ښوروله.

زموږ یوه ملګري وویل دا یوه خوا به یې زه اوچته ونیسم او تاسو یې کش کړﺉ، په سختۍ سره د اورتوپیدي عاجلې برخې ته ورسېدو، خو هلته د ډاکټر صاحب درک نه وو. یوې او بلې خوا ته مې منډې وکړې هیڅوک نه وو چې راته ووايي ډاکټر صاحب چېرې دی.

بالاخره مې چیغې کړې چې ددې څانګې ډاکټر چېرې دی، یو مشر سړی رامخې ته شو او ویې ویل چې زه به یې ژر راولیږم، وروسته راته معلومه شوه چې یو استاذ دی او د احساس خاوند وو.

تر لنډې شیبې وروسته راغی او راته ویې ویل ډاکټر صاحب راځي او خپله بهر ووت.

خو د نوکریوال ډاکټر صاحب درک معلوم نه شو، تر شاوخوا لسو دقیقو انتظار وروسته خپل په هماغه خوا ولاړم چې مخکنی استاذ تللی وو. ګورم چې ډاکټر صاحب له یوه تن سره خبرې کوي. غږ مې پرې وکړ چې نوکریوال ډاکټر صاحب تاسو یاست، ځواب یې راکړ هو ولې؟ ورته ومې ویل ډاکټر صاحب لس دقیقې کیږي چې ما ناروغ رارسولی دی، موټر وهلی او حالت یې خراب دی که یو ځل مهرباني وکړﺉ ویې ګورﺉ.

په لنډه یې ځواب راکړ او ویې وویل له دې میلمه سره یو څو دقیقې خبرې کوم درځم، ته درځه، زړه مې ډېر درد وکړ او هسې چیغه مې له خولې ووته چې هلته زما د زوی د مرګ او ژوند خبر ده او ته دلته له خپل میلمه سره چای څښې او کیسې کوې.

نوسخت په غصه راپاڅېد او په ډونکېدو یې پیل وکړ، چې حکومت ما ته څو معاش راکوي چې تاسې دومره غوښتنې لرﺉ، هر څومره خدمت چې وکړو والله که په چا معلوم هم شي. ما له هغه سره د ناندریو حوصله نه لرله او غوښتل مې چې ژر ناروغ وګوري.

کله چې ناروغ ته ورسېده نو بې له دې چې له هغه سره کومه ښه خبر وکړي د پښې پر مات شوي هډوکي یې چې له ورایه ښکارېده زور راوړ او ویې ویل صبر چې زه یې وګورم، خو د هغه له زور سره د ناروغ چیغې hسمان ته ورسېدې، او ډاکټر هم اوچت پاڅېد او ویې ویل دده درملنه دلته نه کیږي، ما ورته وویل ته خو یې لږ وګوره، خو ډاکتر نور ما ته ونه کتل او ویې ناروغ دې ما نه پرېږدي چې زه یې معاینه کړم او بېرته په هماغې خوا ولاړ چې راغلی وو.

راسره ولاړ دوست مې راته وویل راځه چې وزیر اکبر خان روغتون ته یې ورسوو، هسې وخت به په خبرو نه تېروو. نوره چاره مې نه درلوده. ځکه زه په دې حالت کې ډاکتر ته احتیاج وم، خو نوکریوال ډاکټر صاحب له دې امله په غصه شوی وو چې د مېلمه له کیسو مو ایستلی وو. نو ځکه مې هلته نور ځنډ ونه کړ او مخامخ د وزیر اکبر خان روغتون ته ولاړو.

"که څه هم ټول ډاکټر صاحبان داسې نه دي او ډېر مهربان هم دي،خو د ځینو ډاکټر صاحبانو کړنې دومره منفي دي چې هغه د چا خبر له وچو سره لامده هم سوځوي."

هلته مې یو ټولګېوال ډاکټر وو، او د هغه له لارې ګڼ نور ډاکټر صاحبان هم راپیدا شول. او په درملنه یې پیل وکړ.

دا چې ماشوم مو څو ځله ښکته پورته کړی وو، نو مات شوي هډوکي یې یو له بله تېر و بېر شوي وو او درملنې یې څو میاشتې وخت ونیو.

له دې پېښې څو میاشتې تیریږي، ما نه غوښتل چې په دې اړه چا ته څه ووایم، ځکه ښايي کومه ځانګړې ګټه یې هم نه وای کړې.

خو په دې وروستیو کې چې د طبابت د اخلاقو د لوړوالي ملي کنفرانس جوړ شوی وو ما ته هم خپله کیسه را یاده شوه کیدای شي چې ځینې ډاکټر صاحبان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي.

که څه هم ټول ډاکټر صاحبان داسې نه دي او ډېر مهربان هم دي،خو د ځینو ډاکټر صاحبانو کړنې دومره منفي دي چې هغه د چا خبر له وچو سره لامده هم سوځوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .