کوریا د افغان پولیسو وړتیا لوړولو لپاره مرسته وکړه

د خپريدو وخت: 08:09 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

دغه پروژه د افغانستان د کورنيو چارو له وزارت سره په گډه پلي کېږي.

د سويلي کوريا جمهوريت، د ملگرو ملتونو له پرمختيايي بنسټ يو، اين، ډي، پي سره په کابل کې یو تړون لاسليک کړ، چې پر بنسټ به يې د مرستې پېسې په افغانستان کې د قانون د واکمنولو وجهي صندوق له لارې د پوليسو د وړتياوو د لوړولو په برخه کې ولگول شي.

دغه پروژه د افغانستان د کورنيو چارو له وزارت سره په گډه پلې کېږي.

د ياد شوي وزارت مرستيال غلام علي وحدت د تړون تر لاسليکېدو وروسته د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دغې مرستې ډېره برخه به د پوليسو د وړتياوو لوړولو په برخه کې ولگول شي.

له يادې شوې پروژې سره اړوندو چارواکو وويل سربېره پر دې چې د دغې مرستې پر بنسټ به د پوليسو وړتياوې لوړې شي، د پوليسو مياشتيني معاشونه به ترې ورکړل شي، تجهيزات به ورته واخیستل شي، د ولسي پوليسو پر جوړولو به ولگول شي او همدا راز به هڅه وشي چې په دې ترڅ کې د ولس او پوليسو تر منځ شته واټن غوڅ شي.

پخوا داسې راپورنه خپاره شوي وو، چې گواکې د فساد له کبله په افغانستان کې د قانون واکمنولو وجهي صندوق خپل کارونه درولي وو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پروژې درېدل نه مني خو دا وايي چې په يو شمېر چارواکو کې ستونزه وه چې د نړيوالو د څار په پايله کې له دغې ادارې وشړل شول.

د دې پروژې يوه تن بهرني سلاکار نورمن سنډريس هم د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې وويل د افغانستان د کورنيو چارو وزارت بايد باوري ورکړي چې دغه بنسټ نړيوالي مرستې پر ځاى لگوي.

"کوريا تېر ميلادي کال د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې له افغانستان سره د ۵۰۰ ميلیونه ډالره نوې مرستې ژمنه کړې وه."

"موږ به د کورنيو چارو وزارت له مرستيالانو وحدت او صديقي سره گډ کار کوو، چې څرگنده کړي چې يوازې ۲۰۱۳ کال او تر دې وروسته مودې لپاره يو لړ پلانونه نه جوړوي، بلکې داسې کړنلارې بايد هم جوړې کړي چې د کوريا جمهوريت د مرستو په گډون د نورو نړيوالو مرستو پر ځاى لگول باوري کړي، بيا به موږ هم باوري شو چې دا مرستې په کره ډول پر خپل ځاى لگول کېږي."

د چارواکو په وينا تر اوسه د دغې پروژې په ترڅ کې د پوليسو يو ۲۰۰ بستريز روغتون جوړ شوى، د روږدو پوليسو د درملنې يو مرکز فعال شوی، د وژل شويو پوليسو کورنيو ته د کورونو ځمکې ورکړل شوې، تر ۱۰۰۰ ډېر پلټونکي پوليسي څارنځايونه جوړ شوي او په بېلو ولايتونو کې پوليسو ته ښارگوټي جوړ شوي دي.

کوريا تېر ميلادي کال د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې له افغانستان سره د پنځه سوه ميلیونه ډالره نوې مرستې ژمنه کړې وه.

په کابل کې د سويلي کوريا سفير ايچ، يي، سيونگ ان دنوي تړون د لاسليکولو پر مهال وويل چې له دې ۵۰۰ ميلیونه ډالره مرستې څخه به ۲۰۰ ميلیونه افغان پوځ او پوليسو ته ورکول کېږي او ۳۰۰ ميلیونه نور ډالر به يې په ټولنيزو برخو او د اقتصاد د پياوړتيا په ترڅ کې ولگول شي. سويلي کوريا ويلي وو چې دا مرسته به د پنځو کلونو په موده کې بشپړوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .