کامیرون: افغانستان کې ډېر پرمختګ شوی

د خپريدو وخت: 06:54 گرینویچ - جمعه 21 ډسمبر 2012 - 01 مرغومی 1391

ښاغلی کامیرون د کرسمس د جشن را رسېدو په ویاړ هلمند ته تللی او هلته یې په یوه پوځې اډه کې د خپل هېواد له پوځیانو سره ولېدل.

د برتانیې لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون په افغانستان کې د خپل هېواد له دېره ځواکونو سره د لېدنې پر مهال هغه اندېښنې ناسمې وبللې، چې ګواکې له ۲۰۱۴ کاله وروسته به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شي.

د کرسمس جشن او د نوي میلادي کال په درشل کې، د برتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون افغانستان ته راغلی او د هلمند ولایت په باسټن پوځي اډه کې یې د خپل هیواد له سرتېرو سره لیدلي.

ښاغلي کامیرون ویلي، په افغانستان کې ستونزې ډیرې دي خو د ۲۰۰۱ کال راهیسې ډېر پرمختګونه هم شوي دي.

د برتانیا لومړی وزیر وايي، هغه په دې باوري دی چې افغان پوځیان به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هېواد ساتنه وکړي.

هغه وايي، برتانوي سرتېرو ته په تېرو ۱۱ کلونو کې د سر درانه زیانونه اوښتي، خو په افغانستان کې د هغوی شتون، په دغه هېواد کې ژوند ښه کړی او ترهګزیز ګواښونه یې لږ کړي دي.

"په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي، د بې وزلۍ، بې ثباتۍ او ستونزو کچه لوړه ده. خو د ۲۰۰۱ کال په پرتله، چې موږ دې هېواد ته راغلي وو، حالات ډېر ښه شوي دي. د افغانستان اقتصاد وده کړې، لا ډېر زده کوونکي ښوونځیو ته ځي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي کچه لوړه شوې ده. له هر څه ډېره مهمه د پوځ او پولیسو رامنځ ته کېدل دي چې کولای شي له خپل هېواده ساتنه وکړي او د ترهګرو روزنیز مرکزونه له دې پرته چې د ډېر شمېر بهرنیو سرتېرو مرستې ته اړتیا ولري، له منځه یوسي."

ښاغلي کامیرون د خپل هېواد له سرتېرو سره میزي فوټبال لوبه وکړه او ۳۶۵ میلیونه ډالره اضافي بودیجه یې د سرتېرو د تجهیز لپاره اعلان کړه.

تر امریکا وروسته، برتانیا افغانستان سره دویم لوی مرسته کوونکی هېواد دی. اوسمهال په افغانستان کې نژدې ۹۰۰۰ برتانوي سرتېري دېره دي چې نیمايي به یې په راتلونکې میلادي کال کې خپل هېواد ته ستانه شي.

په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د برتانوي پوځیانو تر راتلو وروسته تر اوسه ۴۳۸ برتانوي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .