اوباما د اسدالله خالد د روغتیا پوښتنه وکړه

د خپريدو وخت: 09:30 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

اوباما ښاغلي خالد ته ډاډ ورکړ، چې ډاکټران به یې سمه درملنه وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ملي امنیت د ټپي شوي رییس اسدالله خالد د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی دی.

په لندن کې د افغانستان سفارت رسنیو ته په یوه لېږل شوې ویناپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی خالد دا مهال د امریکا په یوه روغتون کې بستر دی.

خو سفارت هغه روغتون نه دی په ډاګه کړی، چې اسدالله خالد په کې بستر دی.

د سفارت په ویناپاڼه کې راغلي چې "بارک اوباما د ښاغلي خالد د روغتیايي وضعت ډاډ ورکړ، او هیله یې وښوده، چې څومره ژر تر رغېدا وروسته افغانستان ته ستون شي."

په دې ویناپاڼه کې دا هم راغلي، چې ښاغلي اوباما اسدالله خالد ته ډاډ ورکړ، چې د هغه په درملنه کې ټول ګمارل شوي ډاکټران به تر خپله وسه د هغه د سمې رغېدا هڅه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت رییس اسدالله خالد د روانې دسمبر میاشتې پر شپږمه په کابل کې یوه ځانمرګي برید ټپي کړ.

افغان چارواکو وویل، چې برید کوونکی د سولې د استازي په نامه د ملي امنیت یوه مېلمستون ته ورغلی و.

اسدالله خالد تر ټپي کېدا وروسته بګرام او بیا د امریکا متحدو ایالتونو ته د درملنې لپاره واستول شو.

تر دغه برید وروسته ښاغلي کرزي په یوه کانفرانس کې وویل، چې دا کار د عادي افغان طالبانو نه دی، خو د خبرو په پای کې یې وویل، چې دغه برید کې لکه د سولې د عالي شورا د مخکني مشر برهان الدین رباني د بریدګر په څېر له کوټې څخه ګمارل شوی و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .