د قرغې بریدګر د نیولو ادعا شوې

د خپريدو وخت: 19:05 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

ويل کېږي په نيول شويو کې د ځانمرګو هغه شپږ کسيزه ډله هم شامله ده چې د پوليسو له يونېفورم نه په ګټې اخیستو يې غوښتل د پکتيکا په مرکز ښرنې بريد وکړي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې په تېره نژدې يوه مياشت کې د ترهګرۍ په تور د ۴۰ کسانو د نيولو خبر ورکړی دی.

ملي امنيت وايي دغه کسان يې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې نيولي چې د دوی په خبره ځانمرګي، د بريدونو پلان جوړوونکي او ترهګر په کې شامل دي.

دغه اداره وايي د کابل د قرغې په تفريحي سيمه کې پر سپوږمۍ هوټل د بريد پلانوونکی هم د نيول شويو په منځ کې دی.

طالبانو د ملي امنيت د دغو ادعاو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د ملي امنيت ادارې د هغه کس د نيولو خبر ورکړی چې د پلازمېنې کابل په يوه تفريحي ځای يې بريد پلان کړی و.

پوره شپږ مياشتې وړاندې د جون پر ۲۲ د کابل ښار په لوېديځه څنډه کې د قرغې بند پر سپوږمۍ هوټل ډله ييز ځانمرګي بريد کې ۱۵ کسه ووژل شول چې لويه برخه يې ملکيان وو.

ملي امنيت وايي نيول شوي کس منلې چې بريد ده پلان کړی و.

د دغې ادارې مرستيال وياند شفيق الله طاهري په تېره يوه مياشت کې د ۴۰ ځانمرګو بريد کوونکو، د بريدونو د سنبالوونکو او اورپکو د نيولو خبر ورکوي، چې دی وايي جرمونه يې منلي دي.

"د دغو فعاليتونو په پايله کې د ملي امنيت مؤظفينو د کشفي اطلاعاتو او عملياتي اقداماتو نه په ګتې اخيستو ۴۰ کسه ځانمرګي او د دغو بريدونو پلانوونکي او طراحان د تخار، هلمند، خوست، پکتيکا او کابل په ولايتونو کې پېژندلي او نيولي دي."

دوی وايي په نيول شويو کې د ځانمرګو هغه شپږ کسيزه ډله هم شامله ده چې د پوليسو له يونېفورم نه په ګټې اخیستو يې غوښتل د پکتيکا په مرکز ښرنې بريد وکړي.

ملي امنيت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د دغې ادارې پر مشر اسد الله خالد د دسمبر پر شپږمه ځانمرګی بريد وشو او اوس په امريکا کې تر درملنې لاندې دی.

وسله والو طالبانو پر اسدالله خالد د بريد پړه لا له وړاندې منلې، خو د افغانستان د څارګرې ادارې د وروستيو ادعاوو په اړه يې څه نه دي ويلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .