له امریکا سره تړون ته کرزي چمتوالی وښود

د خپريدو وخت: 19:16 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چمتو دی له امريکا سره د ستراتيژيک تړون وروسته د امنيتي تړون پر سر هم موافقې ته ورسېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چمتو دی له امريکا سره د ستراتيژيک تړون وروسته د امنيتي تړون پر سر هم موافقې ته ورسېږي، خو په دې شرط چې امريکا د افغانستان ملي ګتې په پام کې ونیسي.

د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی، د افغان امنيتي ځواکونو سنبالول او روزنه او افغانانو ته د زندانونو د کنټرول سپارل، د افغان لوري مهم شرطونه په ګوته شوي.

ولسمشر کرزي دغه راز له ۲۰۱۴م کال وروسته چې بهرني ځواکونه خپل جګړه ييز ماموريت په افغانستان کې ختموي د بهرنيو ځواکونو پاتې کېدل د افغانستان په خېر وبلل.

ښاغلی کرزی دغه څرګندونې له هغه څو ورځې وړاندې کوي چې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون پر سر د امريکا له سر سر چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته ځي.

نژدې دوې اوونۍ وړاندې افغان ولسمشر ويلي و چې تر هغه به له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي چې دغه هېواد د افغانستان ملي حاکميت ته يې درناوی نه وي کړی.

که څه هم امريکايي لوري لا په رسمي ډول د کابل د شرطونو د منلو په اړه څه نه دي ويلي، خو داسې انګېرل کېږي چې واشنګټن د افغانستان شرطونو ته د هوکې سر غوځولی دی.

ښايي همدا لامل وي چې ولسمشر کرزی له امريکايي چارواکو سره له خبرو وړاندې د امنيتي تړون لاسليکېدو ته چمتووالی ښيي:

"موږ حاضر يو له امريکا سره د ستراتيژيک تړون له لاسليک وروسته له دغه هېواد سره د امنيتي تړون پر سر هم موافقې ته ورسېږو. دا د افغانستان په خېر بولو، خو زمو هیله دا ده چې د امريکا حکومت د افغانستان ګټې هم له موږ سره ومني".

د دغه تړون لاسليکېدل به له ۲۰۱۴ کال وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ د دفاعي همکاريو او په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور کميت او څرنګوالی وټاکي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون پر سر رسمي خبرې کابو يوه نيمه مياشت وړاندې په کابل کې پیل شوې، چې افغان او امريکايي چارواکو يې پايلې مثبتې بللې.

له امريکا سره امنيتي تړون يو شمېر ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ايران اندېښمن کړی، خو افغان حکومت وايي دغه تړون به د بل هېواد لپاره هېڅ راز ګواښ پېښ نه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .