له افغانې شهزادګۍ سره د زړه خواله

د خپريدو وخت: 11:04 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

شهزادګۍ د ځينو خیریه کارونو عریضې حکومت ته وړاندې کوي.

پخوا به مې چې کله هم د شهزادګۍ، شهزاده او یا هم ملکې په اړه څه اورېدل او یا هم لوستل نو د برتانیا په څېر نور هېوادونه چې نظامونه یې شاهي دي، مخ ته درېدل.

ښايي د نورو ټولو په پرتله د برتانیا د شهزادګۍ او ملکې په اړه زما په ګډون خلکو ډېر څه له رسنیو اورېدلي او یا هم لیدلي وي، خو زما لپاره د افغانې شهزادګۍ د نوم اورېدل، یو بل شانته ښکارېدل.

ممکن علت به یې دا و، چې په افغانستان د شهزادګۍ، ملکې او یا هم شهزاده په اړه ډېر څه نه ویل کېدل او اوس هم نه ویل کېږي.

د افغانستان په شهزاده ګانو کې د مصطفی ظاهر او شهزادګۍ هندیه له نومونو سره د نورو په پرتله خلک یو څه ډېر اشنا دي.

خو بیا هم شهزداګۍ، چې د غازي امان الله خان لور ده، نوم یې یو شمېر ډېرو خلکو ته افغاني نه ښکاري او په اورېدو یې ښایي ځينې دا فکر هم وکړي، چې ممکن افغانه نه وي.

خو داسې نه ده، افغان شهزادګۍ رښتیا چې افغانه ده.

د نورو په څېر زه هم لېواله وم، چې لږ تر لږه باید له افغانې شهزادګۍ سره د زړه خواله وکړم.

غواړم له هغې سره ځانګړې مرکه وکړم. هغه ډېر کله په ایټالیا او هندوستان کې اوسېږي، خو افغانستان ته هم کله کله پېښه راکړي.

شهزادګۍ ۸۰ کلنه ده خو فکر یې ډېر پر ځای دی.

"شهزادګۍ د خپل پلار، مور او د کډوالۍ د ژوندانه ډیر خوږې او ترخې کیسې راته په خوند خوند کولې."

که په افغانستان کې یو څوک اتیا کلنۍ ته رسېږي، ډېری یې سمې خبرې نه شي کولای دا هغسې نه ده.

هغه د افغانستان له بې وزلو، ناروغانو، یتیمانو …. سره مرستې هم کوي.

شهزداګۍ په پښتو نه پوهېږي، لومړی مې په تیلې فون کې درې- څلور ټکي پښتو ورته وویله، خو په دري یې راته ویل یې:''په یوه خبره دې هم پوه نه شوم.''

''لپاره؟''

دا چې شهزداګۍ خپل ټول عمر بهر کې تېر کړی، په ټوله پښتو کې یوازې د (لپاره) ټکی ویلای شي، خو وايي په مانا یې نه پوهېږي.

د مرکې وخت او ځای مو سره وټاکه. د شهزادګۍ خبرې داسې خوږې او په زړه پورې وې، چې د شل دقیقو پرځای مو له یو ساعت ډېر د زړه خواله سره وکړل.

د شهزادګۍ د اوسېدو په کوټه کې په فرانسوي، انګریزي او ترکي ژبه لیکل شوي کتابونه او مجلې ډېرې لیدل کېدې او تر ټولو جالبه خو لا دا وه چې د خونې په دوو کونجونو کې دهغې د پلار غازي امان الله خان او د هغې د مور ملکې ثریا ځانګړي تصویرونه چې کم موندل کېږي، د میزونو پر سر مخامخ یو بل ته اېښودل شوي وو.

دغه دواړه تصویرونه د ځوانۍ د مهال انځورونه وو.

شهزادګۍ له روغبړو وروسته لومړۍ خبره دا وکړه، چې:''خانم به راته نه وایې، ځکه دا په ایران کې کارول کېږي، یا به راته بي بي وایئ او یا به شادوخت.''

شهزادګۍ هندیه

شهزادګۍ هندیه وايي مور یې (ملکه ثریه) په ایټالیا کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د شنه کمیس د لرلو سخت ارمان کاو ، خو وايي ترمرګه یې دا ارمان پوره نه شوه.

افغانه شهزداګۍ د نورو شهزادګیو په څېر ګڼ شمېر خادمان او ساتونکي نه لري، ژوند یې خورا عادي او ساده دی.

د سر ټول ويښتان یې سپين دي، د ډېرو خبرو حوصله هم نه لري، خو له ځان سره خورا ډېر ارمانونه او هیلې لري.

د بې وزلو او ناروغو افغانانو د لاسنیوي لپاره په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې هم مرستې راغونډوي.

د شهزداګۍ هندیه په خونه کې مې په هغو اوږدو-اوږدو کاغذونو سترګي ولګېدې، چې ګڼ شمېر لاسلیکونه پرې شوي وو.

دا هسې خالې پاڼې نه وې، هغې ګڼې داسې عریضې جوړې کړې وې، چي د ښوونځو او پلونو د جوړېدو په کې لیکل شوي وو.

خو وايي دا چې له صحي پلوه ډېر کمزوې ده، نو ممکن ټولې بشپړې نه شي کړای.

هغې موږ ته د توصیې په ډول اشاره کوله، چې که تر مرګ وړاندې یې خلاص نه شي کړای، ځوانان دې د هغې کارونه مخ ته یوسي.

شهزادګۍ د خپل پلار، مور او د کډوالۍ د ژوندانه ډېرې خوږې او ترخې کیسې راته په خوند خوند کولې.

خو زما لپاره یې تر ټولو ځوروونکې دا وه، چې مور یې (ملکه ثریا) په ایټالیا کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د شنه کمیس د لرلو سخت ارمان کاوه، خو وايي ترمرګه یې دا ارمان پوره نه شو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .