له بګرام زندانه ۱۲۲ افغان بندیان خوشي شول

د خپريدو وخت: 13:27 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391
خوشي شوي بندیان

له بګرام زندانه په دغو ۱۲۲ بندیانو کې داسې بندیان هم وو، چې تر پنځو کالو پورې بندیان شوي دي.

په داسې حال کې چې د بګرام د زندان د پوره تسلیمولو په اړه د افغان حکومت او امریکا ترمنځ لانجه لا هم پر خپل ځای پاتې ده، خو نن له دغه زندانه د سویلې حوزې ۱۲۲ بندیان خوشي شوي دي.

خو د هلمند د والي له دفتره خپره شوې ویناپاڼه د خوشي شوو بندیانو شمېر ۳۵ ښيي.

په دغو راخوشي شوو کسانو کې ۷۰ د کندهار، ۳۶ د هلمند، ۱۵ د زابل او یو هم د اروزګان ولایت اوسېدونکی وو، چې د سولې ولایتي شوراګانو له خوا خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د بګرام زندان افغان مسؤول جنرال محمد یار بارکزي په کندهار کې ددغه بندیانو د سپارل پر مهال تمه وښوده چې د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې به د سوېلي حوزې څه باندې ۶۰۰ نور بندیان هم راخوشي شي.

هغه وویل چې د پاتې بندیانو د خلاصون لپاره د سولې د عالې شورا سره په ګډه د بګرام زندان د امریکایي چارواکو سره کارکوي، چې دوسیې یې بشپړې او ژر تر ژره راخوشي شي.

د بګرام له زندانه راخوشي شوو بندیانو که څه هم د بند د مودې ترخې خاطرې یادولې، خو په دې خوښ وو چې پس له اوږدې مودې له خپلو کورنیو سره ویني.

خوشي شوي بندیان

له بګرامه د نورو بندیانو د راخوشي کولو هڅې هم روانې دي.

نور احمد چې د هلمند ولایت اوسېدونکې او څوارلس میاشتې د بګرام په زندان کې بندې و، خوښي وښوده چې د څوارلسو میاشتو بند وروسته لمر په سترګو ویني.

هغه وویل چې دېته ورته ډېر نور کسان هم ورسره بندیان وو، چې د ځینو د خوشي کېدو امر شوی او ځینې لاهم د یوه ناڅرګنده برخلیک سره په دغه تور زندان کې شپې تېروي.

له بګرام زندانه په دغو ۱۲۲ بندیانو کې داسې بندیان هم وو، چې تر پنځو کالو پورې بندیان شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .