ولسمشر کرزي د کابل د اور پلټنه غوښتې

د خپريدو وخت: 16:18 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

ولسمشر حامد کرزي د هېواد کورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې د کابل د جامو په يوۀ مارکيټ کې د وروستۍ اورلگيدنې پلټنه وکړي.

ولسمشر حامد کرزي د هېواد کورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې د کابل د جامو په يوۀ مارکيټ کې د وروستۍ اورلگيدنې پلټنه وکړي.

له دغو بنسټونو دا غوښتنه هم شوې چې د اورلگيدنې د مخنيوي لارې چارې په گوته کړي او رپوټ یې بيرته ولسمشر ته وسپاري.

سره له دې چې د کابل ښار د جامو په مارکيټ کې وروستۍ اورلگيدنه يوه عامه پيښه بلل شوې ولسمشر حامد کرزي د کورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او کابل ښاروالۍ ته دنده سپارلې چې په دې اړه کره پلټنې وکړي او راپور يې بيرته هغه ته وسپاري.

همدا راز کليو پرمخيتا وزارت ته دنده سپارل شوې چې په دغه هېواد کې د ټولو سوداگريزو شتمنيو خونديتوب د اورلگيدنې پر وړاندې وارزوي او راپور يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

سربيره پر دې ولسشمرۍ ماڼۍ د افغانستان ماليې وزارت ته دنده سپارلې چې ټولې سوداگريزې سيمې جبرآ بيمه کړي.

خو د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل په زوره بیمه کول به گټوره پايله ونه لري.

د افغان چارواکو د شمېرو له مخه چې يو شمېر پخواني او تر ۵۰ سلنې ډېر اوسني سوداگريزې ودانۍ داسې دي چې د جوړولو پر مهال يې ودانيز معيارونه په پام کې نه دي ساتل شوي.

د کابل پوليسو هم ويلي دا چې ودانيزې غوښتنې په پام کې نه دي نيول شوي دا هم يو لامل و چې اوبشيندي گاډي ونه توانيدل چې په چټکۍ سره لگيدلى اور مړ کړي.

هغه هټیوال چې د کابل د جامو په دغه مارکيټ کې یې هټۍ سوځيدلي وايي ميلیونونه ډالر زيان وراوښتى چې په وينا يې حکومت بايد ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان سوداگرۍ خونې بيا له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې له زيانمنو شويو هټيوالو سره مرسته وکړي چې بيرته خپلې سوداگرۍ په پښو ودروي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .