'دفاع وزارت د کوچیانو په مېنو اوبه او خواړه بند کړي'

د خپريدو وخت: 12:14 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

ميډيا پلير

د افغانستان د ولسي جرگې ځينې غړي ادعا کوي چې د دفاع وزارت د پلازمينې په يوه څنډه کې د کوچيانو پر څو مېنو اوبه او خواړۀ بند کړي دي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان د ولسي جرگې ځينې غړي ادعا کوي چې د دفاع وزارت د پلازمينې په يوه څنډه کې د کوچيانو پر څو مېنو اوبه او خواړۀ بند کړي دي.

د ولسي جرگې استازيو يو ويديويي فلم اخيستى چې په کې د دفاع وزارت ټانکونه ليدل کيږي، دا ټانکونه د کوچيانو له مينو تاو راتاو ولاړ دي،د جرگې د گمارل شوي پلاوي مشرهمايون همايي پر دې خبره قهريدلې دى چې ولې دفاع وزارت له ولسي خلکو ټانکونه تاو کړي او خوراکي توکي يې پرې درولي دي ښاغلي همايي ويلي دي چې داسې ظلم د هغه په وينا د بشر په تاريخ کې هم نه دى شوى،د ولسي جرگې دغه استازي وويل چې ددې پوښتې د ځواب لپاره به دفاع وزير بسم الله محمدي ولسي جرگې ته وروبولي.فلم ښيي چې امنيتي ځواکونه ان د ولسي جرگې پلاوى هم د کوچيانو کورونو ته نه پريږدي او بيرته ستنيږي.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک دولسي جرگې د پلاوي د سفر دغه ويډويي فلم کتلې او دا راپور يې پر چمتو کړى دى.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .