هلمند کې د سرتېرو د روزنې چارې افغانانو ته وسپارل شوې

د خپريدو وخت: 16:30 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

تر اوسه په دغه بنسټ کې برتانوي او تر يوې کچې ډنمارکي روزونکو افغان پوځيان او روزونکي روزل.

په هلمند کې د پوځ د روزونکي بنسټ چارې له بهرنيو هغو و افغان روزونکو ته وسپارل شوې.

د دغه مرکز افغان مشر ويلي بهرنيانو د تېرو کلونو په اوږدو کې د سرتېرو تر څنګ افغان روزونکي هم روزلي دي، چې په وينا يې دغه روزونکي اوس د افغان ځواکونو د روزنې بشپړه وړتيا لري.

هلمند مېشتي بهرني سرتېري،لا له وړاندې د دغه ولايت له يو شمېر ولسواليو وتلي وو، خو دا لومړى ځل دى چې د پوځيانو د روزنې بنسټ هم افغان روزونکو ته پرېښودل کېږي.

ټاکل شوې ده چې په نوي ميلادي کال کې له هلمنده د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شي، چې د روزنيز بنسټ افغاني کېدل هم د ځواکونو د وتلو له چمتوالي بلل کېږي.

داسې انګېرل کېږي چې د ٢٠١٣ ميلادي کال د را رسېدو په درشل کې هلمند مېشتي بهرني ځواکونه د خپلو پوځي کړنو لمن ورنغاړي او د وتلو بهير ته ځانونه چمتو کوي.

په دې ترڅ کې د شوراب په پوځي اډه کې د پوځيانو د روزنیز بنسټ واګې هم له بهرنيو روزونکو و افغان هغو ته وسپارل شوې.

تر اوسه په دغه بنسټ کې برتانوي او تر يوې کچې ډنمارکي روزونکو افغان پوځيان او روزونکي روزل.

د دغه بنسټ افغان قومندان ډګروال شاولي ځاځي وويل اوس افغان روزونکي دا وړتيا لري چې د بهرنيو روزونکو په څېر افغان پوځيان وروزي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د هلمند روزنيز پوځي مرکز افغاني کېدل به د پخوا په پرتله د افغان پوځيانو پر روزنه څه راز اغېز وکړي.

خو يو تن سرتېري چې پخوا يې له بهرنيو روزونکو هم زده کړه کړې وايي بهرنيو روزنکو سره يې د ژبې ستونزه درلوده چې وايي کله کله به ژباړونکي هم د دغې ستونزې د هواري په برخه کې پاتې راتلل، خو وايي له افغان روزنکو سره به دا ستونزه و نه لري.

نژدې دوه کلونه مخ په پوره کېدو دي، چې په هلمند کې د پوځ روزنيز بنسټ جوړ شوى دى.

د اړوندو چارواکو په وينا په دغه موده کې څه باندې ۱۰ زره سرتېري په اړينو پوځي برخو کې روزل شوي دي.

چارواکي دا هم وايي چې د هلمند پوځي روزنيز بنسټ د ښې روزنې په برخه کې د هېواد پر کچه لومړى راغلى دى.

هلمند مېشتي بهرني ځواکونه داسې مهال ياد شوى روزنيز مرکز افغان لوري ته سپاري چې له مخکې څخه د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو ولکه له بهرنيو ځواکونو څخه افغان هغو ته سپارل شوې ده.

داسې انګېرل کېږي چې د دغه بنسټ افغاني کېدل، وتلو ته د بهرنيو ځواکونو د چمتو کېدلو مانا لري.

په پام کې ده چې په نژدې ۲۰۱۳ ميلادي کال کې له هلمنده د بهرنيو ځواکونو د وتلو جوپې پيل شي چې ويل شوي په ٢٠١٤ ميلادي کال کې به دا بهير د بشپړتيا تر کوره ورسېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .