په تړل شوې تورخم پوله ايسار دوه کسه يخنۍ وژلي

د خپريدو وخت: 14:45 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

افغان چارواکي او ځينې عيني شاهدان وايي چې د پاکستاني پوځيانو له خوا د تورخم دروازې د تړلو له امله خلک په سړه هوا او باران کې ايسار دي او له امله يې درې ناروغه ماشومان مړه شول.

افغان چارواکي وايي پاکستانيو ځواکونو د جمعې په سهار (دسمبر/۲۸) د خلکو پر وړاندې د تورخم دروازه د ناڅرګند لامل له امله تړلې ده.

خو ځينې عيني شاهدانو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې ظاهرآ پاکستاني غاړه په دې غصه ده چې په افغانستان کې د دوى ځينې اوسېدونکي ځورول شوي دي او د دغه عمل په ځواب کې پاکستان ور تړلى دى.

پاکستاني رسنيو رپوټ ورکړى چې په لنډي کوتل کې د پنجشنبې په ورځ (دسمبر/ ٢٧) ٢٩ افغانان غلو شکولي، وهلي او ځورولي دي.

څو ورځې وړاندې همدومره پاکستانيان د افغانستان په خاوره د ادعاو ترمخه افغان ځواکونو ځورولي وو.

هغه وخت هم د تورخم ور د لږ وخت لپاره تړل شوى و.

په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت هغه مهال افغانستان ته د هغې پېښې له امله شکايت کړى و.

د جمعې په ورځ (دسمبر/ ٢٨) کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په پاکستاني غاړه د افغانانو پر ځورولو خواشيني وښوله او په خپره کړې اعلاميه کې وويل:

"د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزات د لنډي کوتل په سيمه کې د نا پيژاندو افرادو له خوا د افغان اتباعو د وهلو، له دوی سره د ناسم سلوک او د دوی د پاسپورتونو د قبضه او تخريبولو په هکله د راپورونو په غبرګون کې خپله شديده انديښنه اعلانوي. د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې او د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت په اسلام آباد کې دا موضوع په جدي او بشپړ ډول د پاکستان اسلامي جمهوريت له چارواکو سره تعقيبوي چې د دې پېښې پوره څيړنه وشي او د هغې عاملين د قانون منګولو ته وسپارل شي."

وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په يوه اعلاميه کې وويل چې ګواکې تل په هغو وختونو کې چې پاکستان او افغانستان سره نژدې کېږي دغه ډول پېښې کېږي.

په تورخم کې د بي بي سي يوۀ خبريال وويل درې ماشومان چې عمرونه يې له ١٠ کلونو کم وو او د کورنۍ له خوا پېښور ته د ور پېښو ناروغيو د درملنې په موخه وړل کېدل خو تړلې دروازې ايسار کړي وو، د سړې هوا او باران له امله مړه شول.

عيني شاهدان وايي خلک خورا ډېر دي او د دواړو خواوو په هوټلونو او دوکانونو کې ځاى نشته چې له باران او سړې هوا څخه ځانونه او ماشومان وساتي.

پر تورخم دروازه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي او دغه راز سلګونه د سوداګرو موټر هم په دې دروازه افغانستان ته سوداګريز توکي راوړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .