د واردېدونکو جوسو ګمرکي محصول ٪۳۰ لوړ شوی

د خپريدو وخت: 11:56 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

د افغانستان د صنعتګرو اتحادیې د حکومت له دې پریکړې هرکلی کوي او دا کار د ملي تولیداتو نه د ملاتړ په برخه کې ګټور بولي.

افغان حکومت د ملي صنایعو په وروستي نندارتون کې تر ژمنو وروسته د لومړي ځل لپاره له بهره په واردېدونکو جوسو ګمرکي محصول تر ۳۰ لسنې لوړ کړی دی.

دا د افغانستان د ملي صنایعو په نندارتون کې د افغان چارواکو له خوا له صنعتګرانو سره د شوو ژمنو لومړۍ عملي بېلګه ده.

په دغه نندارتون کې چې تېره میاشت په کابل کې جوړ شوی و ، حکومت له صنعتګرو سره ژمنه کړې وه چې په بېلابېلو برخو کې به له ملي صنایعو ملاتړ کوي.

د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وفي الله افتخار په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ورایدیدونکو جوسو ځکه مالیه پورته شوې چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او وطني میوو ته بازار پیدا شي.

ښاغلی افتخار وايي، د نورو هغو وارداتي توکو د محصول د پورته کولو لپاره هم خبرې اترې روانې دي چې په افغانستان کې په کافي اندازه تولیدېږي.

د هغه په وینا په نژدې راتلونکې کې به پر یو شمېر نورو وارداتي توکو هم محصول لوړ شي.

دغه راز د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وايي، په کابل، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د صنعتي ځایونو د جوړولو چارې روانې دي او د ځمکو د وېشلو په برخه کې به هغو سوداګرو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې اوس یې کمپنۍ په کرایي ځمکو کې فعالیت کوي.

د افغان صنعتګرو د ملي اتحادیې مشر شیرباز کمین زاده د حکومت دا پرېکړه ستايي او وايي د پخوا په پرتله حکومت خصوصي سکتور ته ډېره پاملرنه کوي.

له هېواده بهر د واردېدونکو توکو په وړاندې د کورنیو تولیداتو لوړه بیه، د انرژۍ کموالی هغه سترې ننګونې دي چې افغان سوداګر ورسره لاس او ګریوان دي.

د همدې ستونزې له امله په تیرو څو کلونو کې لسګونه کمپنۍ چې په ملیونونه ډالره پانګونه په کې شوې وه تړل شوي، خو که چېرې حکومت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر بهرنیو تولیداتو محصول لوړ کړي ښایي د کورنیو تولیداتو ملا ور وتړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .