د افغان تېلو پر چاڼ میلیونونه ډالر پانګونه کېږي

د خپريدو وخت: 18:44 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

دغه شرکت به د يوې فابرېکې په جوړلو په ورځ کې ۶۰زره بېرله تېل چاڼوي او افغان بازارونو ته به يې وړاندې کوي.

د افغان ـ امريکن شرکت اعلان کړی چې د افغانستان په شمال کې د امو سیند حوزې د تېلو د تصفيه کولو په برخه کې ۷۰۰ ميليونه ډالره پانګونه کوي.

دغه شرکت به د يوې فابرېکې په جوړلو په ورځ کې ۶۰زره بېرله تېل چاڼوي او افغان بازارونو ته به يې وړاندې کوي.

افغان چارواکي وايي د دغې فابرېکې د کار په پېلېدو به د تېلو له اړخه د افغانستان ۵۰ سلنه اړتېاوې پوره شي.

د افغانستان په شمال کې د امو سیند حوزې د کويانو تېل چې د چين د تېلو د ملي شرکت (سي، ان، پي، سي) له لوري وېستل کېږي، اوس مهال د چاڼولو لپاره ترکمنستان ته لېږدول کېږي.

اوس د (اف، ام کو) په نوم شرکت چې پانګوال يې افغانان او امريکايان دي اعلان کړی چې د ۷۰۰ ميليونه ډالرو په پانګونې د افغانستان په شمال جوزجان کې د تېلو د تصفيه کولو فابريکه جوړوي.

د اف، ام کو او چينايي شرکت سي ان پي سي ترمنځ د شوي تړون له مخې به تر راتلونکو دریو کلونو د امو سیند تېل په همدې فابريکه کې تصفيه کېږي.

له پانګونې د ملاتړ ادارې آیسا مشر وفي الله افتخار وايي دغه شرکت به تر ۲۰۱۵ کاله د فابرېکې د جوړولو چارې بشپړې کړي او د همدې کال په پای کې به په فعاليت پيل وکړي.

دغه فابريکه به په ورځ کې ۶۰زره بېرله تېل چاڼوي او ترڅنګ به يې له زرو زياتو کسانو ته مستقيم او شاوخوا ۲۰زرو نورو ته غېر مستقيم ډول کارونه پيدا شي.

د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت د دغه اقدام هرکلی کړی ويلي يې دي چې د دغې فابرېکې د کار په پیلېدو به د تېلو له اړخه د افغانستان ۵۰ سلنه اړتيا پوره شي.

د دغه وزارت د پلان او پاليسۍ برخې مشر جليل جمراني وايي د تېلو د چاڼولو لپاره اړين غاز به هم دغه شرکت د افغانستان له صبعي سرچینو اخلي.

د امو سیند د تېلو حوزه له نن نه شاوخوا ۴۳ کاله وړاندې د سويډني متخصصانو له لوري کشف شوې او د اټکل له مخې شاوخوا ۸۷ ميليونه بېرله تېل لري.

د امو سیند د تېلو له حوزې پرته په افغانستان کې د تېلو او غازو پنځه نورې حوزې چې افغان ـ تاجک، کشکک، کټواز، هلمند او هرات بلل کېږي هم شته.

شاوخوا درې مياشتې وړاندې قزاقستان هم اعلان وکړ چې حاضر دی په افغانستان کې د تېلو چاڼولو دوه فابرېکې جوړې کړي.

د دغو فابريکو يوه به يې د افغانستان په لوېديځ هرات او بله يې په شمالي ولايت بلخ کې جوړه شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .