افغان سیاست پوه صمد حامد ومړ

د خپريدو وخت: 15:14 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

ډاکتر حامد په سویس کې لوړې زده کړې کړې وې خو له ډېرو کلونو راهیسي په جرمني کې اوسېده.

افغان سیاست پوه ډاکتر صمد حامد یکشنبې په سهار (دسمبر/۳۰) په جرمني کې ومړ.

نوموړي د ۸۳ کالو عمر درلود.

ښاغلی صمد حامد د محمد ظاهرشاه د سلطنت په وخت کې د افغانستان د صدارت مرستیال و او د یو څه وخت لپاره د پلان وزیر هم پاتې شوی دی.

ارواښاد دوکتور عبدالصمد حامد د افغانستان دننه او بهر تر لوړو زده کړو وروسته د پوهنې په وزارت کې کار پیل کړ.

د کابل په پوهنتون کې يې د استاد په توګه دنده تر سره کړه او ډېر کلونه يې د پوهنې وزارت د ځينو ادارو د مشر او د کابل پوهنتون د ریيس په توګه کار وکړ.

ډاکتر حامد په سویس کې لوړې زده کړې کړې وې خو له ډېرو کلونو راهیسي په جرمني کې اوسېده.

په جرمني کې مېشت د ښاغلي حامد کورنۍ وايي د ډاکتر حامد مړی به افغانستان ته یوسي او د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې به یې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاري.

ډاکتر صمد حامد د افغانستان د مسالې د حل لپاره تل وړاندیزونه او نظرونه ورکول او ډېرو ګومان کاوه چې په افغانستان کې به یو بې پرې او ټولو خواوو ته د منلو وړ حکومت د ده په مشرۍ جوړ شي.

ډاکتر حامد د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ په اتمه په جلال اباد کې زېږېدلی و.

ډاکتر حامد خپلو لومړنۍ او منځنۍ زده کړو لپاره د کابل اماني لېسه ته تللی دي.

دوکتورا یې په ۱۹۵۷ کې د قانون په څانګه کې په سویس کې ترلاسه کړه.

ډاکتر صمد حامد په ۱۹۷۸ م کال کې د ثور له کودتا وروسته بندي شو.

نومړی په ۱۹۸۰ کال کې له زندانه تر خلاصېدو وروسته جرمني ته کډوال شو.

ډاکتر صمد حامد له شاوخوا یوه کال راهیسي ناروغ و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .