کرسټي مزایدې د افغان نجلۍ انځور مشهور کړ

د خپريدو وخت: 07:27 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391
شربت ګله

شربت ګله په ۱۲ کلنۍ کې او بیا ۱۶ کاله وروسته عکس یې.

د نېشنل جیوګرافیک کلکسیون: کوربنې کرسټي اعلان وکړ، چې د سپړلو هنر یا ارټ اف ایکسپلوریشن مزایدې کې ټول ټال د ۳۷۷۶۵۸۸ ډالرو په ارزښت توکي شامل دي.

د نېشنل جیوګرافیک دغه کلکسیون د یاد بنسټ د ۱۲۵ کلیزه د نمانځلو یوه برخه جوړوي.

دغه مزایده د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په شپږمه په کرسټیز بنسټ کې په نیویارک ښار کې جوړه شوې وه.

د مزایدې پایلو د یاد چاپي بنسټ د مشروعیت حالت تایید کړ.

دغه بنسټ د نړۍ له ننګونو ډکو سیمو څخه رپوټونه ورکوي، چې د ښه کار له امله ستایل کېږي.

نېشنل جیوګرافیک مجلې راپورونو د علمي بنسټونو د جغرافیې د نصابونو په پرمخ بېولو کې له لسیزو راهیسې مرسته کړې ده.

شربت ګله د پښتنو په یوه دودیزه ټولنه کې په ۱۹۷۲ کال کې دې نړۍ ته راغلې ده، کوچنیوالی یې د خیبر پښتونخوا ناصر باغ کمپ کې تېر کړی دی.

شربت ګله وايي هغه شېبې یې په یاد دي، چې بهرني عکاس یې د پېښور په یوه کمپ کې عکس اخیست، خو پوره ۱۷ کاله وروسته یې همدغه عکاس نور عکسونه واخیستل.

د دغې افغانې نجلۍ دغه عکس د عکاس او خبریال سټیو مک کري له خوا اخیستل شوی، چې په ۱۹۸۵ کال کې د ((نېشنل جیوګرافیک)) مجلې پر لومړي مخ چاپ شو.

دغه عکاس تر ډېرو هلو ځلو وروسته، په ۲۰۰۲ کال کې دغه نجلۍ، چې څو اولاده یې شوي وو، ومونده.

عکاس وايي هغه شېبه یې په یاد ده، چې د شربت ګلې لومړی عکس یې په داسې وخت د پاکستان په یوه افغان پنډغالي کې واخیست، چې نوموړې په یوه خېمه کې ژوند کاوه.

د ۲۰۰۲ په جنورۍ کې نېشنل جیوګرافیک تلوېزیون د شربت ګلې د موندلو لپاره د مک کري په مشرۍ یوه ډله پاکستان ته واستوله.

دوی د پېښور ناصر باغ افغان کډوالو کمپ کې د شربت ګلې د لټون لپاره کور په کور وګرځېدل، او هرچا ته یې د شربت ګلې عکس ورښود، که یې څرک ولګول شي.

د ښوونځي یوه ښوونکي وویل، چې دا نجلۍ پېژني، خو اوس یې خلک علم بي بي بولي، خو کله چې مک کري ولیده، شربت ګله نه وه.

د پلټونکې ډلې مشر وویل، په غالب ګمان شربت ګله بېرته خپل هېواد افغانستان ته څو کاله مخکې ستنه شوې ده، چې شاید د تورې بورې په څنډو کې خپلې غرنۍ سیمې ته تللې وي.

د هغې اصلي کلي پلټونکې ډله په درېیو ورځو کې ورسېده، خو کله یې چې شربت ګله د خونې پر لور د تګ پرمهال ولیده، وویل، همدغه ده.

شربت ګله

شربت ګله د پښتنو په یوه دودیزه ټولنه کې په ۱۹۷۲ کال کې دې نړۍ ته راغلې ده.

مک کري وویل: ''رښتیا هم نومونه قوت لري. د هغې نوم شربت ګله دی او یوه پښتنه ده.''

شربت ګله د ۲۸ او ۳۰ کالو په شاوخوا کې عمر درلود، خو د زیږېدو اصلي نېټه دې ته خپله هم مالومه نه وه.

له عکاس او خبریال مک کري سره ژورنالیست رحیم الله یوسفزی هم د شربت ګلې په موندلو ددوی ژباړن او لاروی و.

د شربت ګلې په موندلو سره، په دودیزه توګه له خبریال او ناشنا خلکو مخ پټ کړی و، خو لټونکو یې د ثبوت لپاره باید سترګې کتلې وای.

شربت ګلې له بهرنیو پلټونکو ته وویل چې خپل نوم لیکلی شي، خو لیک لوست نه شي کولی او د خپل اولاد زده کړه یې د زړه ارمان دی:

''غواړم لوڼې مې زده کړه وکړي، غوښتل مې چې ښوونځی پای ته ورسوي، خو داسې ونه شول. بښنه غواړم، چې د زده کړې په نیمايي کې مو افغانستان ته کډه بار شوه.''

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .