د راستنېدونکو کډوالو شمېر ډېر شوی

د خپريدو وخت: 05:33 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

ملگري ملتونه وايي چې اوس د افغان کډوالو په باور د افغانستان امنيتي ،سياسي او اقتصادي ډگرونو د پخوا په پرتله ډېر ټيکاو موندلى.

سره له دې چې تېر ٢٠١٢ ميلادي کال له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د درشل کال و او يو شمېر افغانانو يې په ترڅ کې د خپل هېواد د راتلونکي برخلیک په اړه اندېښنې پر ډاگه کولې، خو اوس په کابل کې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ شمېرې ښيي چې د ٢٠١١ ميلادي کال په پرتله په تېر ٢٠١٢ ميلادي کال کې په خپله خوښه هېواد ته د کډوالو راستنېدل چټک شوي دي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو د دغه بنسټ وياند نادر فرهاد بي بي سي ته وويل چې وړم کال افغانستان ته له بېلو هېوادونو ۴۹ زره کډوال راستانه شوي وو، خو وايي تېر کال دا شمېره ۹۳ زرو کسانو ته رسېده، چې په ټوله کې ۳۸ سلنه ډېروالى ښيي، خو وايي د پاکستان نه د بېرته راغليو کډوالو سلنه تر دې هم پورته ده.

ښاغلي فرهاد وويل وړم کال افغانستان ته ٤٩ زره کډوال ستانه شوي وو، خو په وينا يې تېر کال دا شمېره ٩٣ زره ته پورته شوه.

"يو شمېر کورنۍ له اوږدې کډوالۍ پکو شوې وې او يو شمېر نورو د گاونډيو هېوادونو له پرلپسې فشارونو سر ټکاوه."

نادر فرهاد

همدا راز نوموړي وويل په ٢٠١١ ميلادي کال کې په ځانگړي ډول له پاکستانه ٤٤ زره کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي وو خو وايي په ٢٠١٢ کال کې بيا ٧٩ زره کسان ستانه شوي چې په وينا يې ٦١ سلنه ډېروالى ښيي.

ملگري ملتونه وايي، اوس د افغان کډوالو په باور د افغانستان امنيتي، سياسي او اقتصادي ډگرونو د پخوا په پرتله ډېر ټيکاو موندلى.

همدا راز وايي يو شمېر کورنۍ له اوږدې کډوالۍ پکو شوې وې او يو شمېر نورو د گاونډيو هېوادونو له پرلپسې فشارونو سر ټکاوه.

ملگري ملتونه وايي کوم کډوال چې بېرته راستنیږي، دوى هر کس ته ١٥٠ ډالره ورکوي او د سرسيوري او خوراک څښاک غم يې هم تر يوۀ ځايه خوري.

خو بيا هم راغلي کډوال د سرسيوري له نشتوالي سر ټکوي، بله دا کوي چې کار نه لري او د ولسي وگړو په څېر په خپله ټولنه کې نه دي جذب شوي.

اوسمهال د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخې نژدې يو ميلون ثبت شوي کډوال په ايران کې مېشت دي او نژدې دوه ميلونه په پاکستان کې شپې ورځې تېروي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .