"د بې ځایه شویو لپاره پر نوې طرحې کار روان دی"

د خپريدو وخت: 13:17 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

که څه هم افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په میلیونونو ډالره لګول شوي، خو له دې سره سره هم د افغان کډوالو ستونزې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، په داسې یوې طرحې کار کوي، چې په بشپړېدو سره یې دغه وزارت هیله لري، د بې ځایه شویو خلکو ستونزې په اساسي ډول اورې کړي.

د یاد وزارت د مسوولینو په وینا، په ټول هېواد کې يي پر څه باندې ۲۰۰ زره بې ځایه شویو کسانو د ژمنیو مرستو وېشل پیل کړي دي.

د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري وايي، د دې ترڅنګ یې له هغو افغانانو سره چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي، په مرستو کې زیاتوالی هم را وستی دی.

د کابل ښار په باغ زنانه یا شهرآرا پارک کې ګڼ شمېر کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

د دغو کسانو په ډله کې ځوانان، زاړه اوښځې وې. په دغه ځای کې واسطه هم خپل رول لري.

په را غونډو شویو کسانو کې یوه داسې میرمن هم وه، چې تر نورو یې ژر خپل ځان د مرستو د وېشلو ځای ته رسولی و.

دغه مرستې د یخنۍ د موسم له رسېدو سره پر خلکو ویشل کېږي او ویل کېږي، نژدې ۲۴۰ زره کسانو ته به ورکړل شي.

د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري وايي، له څلورو میاشتو راهیسې پر داسې یوې تګلارې کار کوي، چې په بشپړېدو سره به يي د بې ځایه شویو خلکو ستونزې په بنسټیزه توګه حل شې.

" د پالیسۍ جوړولو کار مو نږدې پای ته رسېدلی، تمه لرو، چې د کال تر پایه د پالیسۍ په بشپړولو سره او د کابینې د غونډې له تاييد وروسته د بې ځایه شویو خلکو د ستونزو د هواری لپاره بنسټیز کارونه پیل کړو."

"پخوا به چې کډوال راستنېدل، دوی ته به يي ۱۰۰ ډالره کرایه او سفریه ورکوله، تېر کال ۱۵۰ ډالره شوه، سږ کال د هر کس لپاره ۲۰۰ ډالرو ته پورته شوه."

جماهیر انوري

د کډوالو چارو وزیر دغه راز وویل، د تېر میلادي کال له پیله راهیسې يي د کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي دي.

"پخوا به چې کله کډوال راستنېدل، دوی ته به يي ۱۰۰ ډالره کرایه او سفریه ورکوله، تېر کال ۱۵۰ ډالره شوه، سږ کال د هر کس لپاره ۲۰۰ ډالرو ته پورته شوه، چې یوه ۵ کسیزه کورنۍ کولی شي، ۱۰۰۰ ډالره کرایه او سفریه تر لاسه کړي."

که څه هم افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په میلیونونو ډالره لګول شوي، خو له دې سره سره بیا هم په افغانستان کې د کډوالۍ ستونزې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .