له څرخي پله زندانه ۸۰ بندیان خوشي شول

د خپريدو وخت: 11:02 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

خوشي شوي بندیان د شپږو ولایتونو (پکتیا، لوګر، میدان وردګو، کابل، کاپیسا او پروان) وو.

د افغانستان پلازمېنې کابل د څرخي پله له زندانه لږترلږه ۸۰ بندیان خوشي شول.

په خوشي شویو بندیانو کې ۶۷ یې امریکایانو په بګرام زندان کې بندي کړي وو، او ۱۳ نور بیا د ملي امنیت ادارې د بېلابېلو ترهګریزو بریدونو په تور نیولي وو.

دغه بندیان د جمعې په ورځ (جنوري څلورمه) په څرخي پله زندان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خوشي شول.

د خوشي شویو بندیانو ددوسیو څېړلو لپاره یوه خصوصي کمېټه ټاکل شوې وه.

د دفاع وزارت، ستره محکمې، لویې څارنوالۍ، ملي امنیت او د کورنیو چارو وزارت دغې ګډې کمېتې په شریکه کار کاوه.

کلېکاږل د خوشي شویو بندیانو عکسونه وګورﺉ

افغان چارواکي وايي، چې په بګرام زندان کې د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره جوړې شوې ځانګړې کمېټې د کابو دوه زره زندانیانو څېړنې بشپړې کړې دي، چې په دوی کې ۵۵۰ تنه بې ګناه تثبیت شوي دي.

دوی وايي چې د دغو بندیانو د خوشې کولو لړۍ یې پیل کړې، چې دغه ۶۷ تنه هم د همدغه بهیر په لړ کې خوشي کېږي.

د ملي امنیت له بنده خوشي شوي بندیان د افغانستان د قضا په حکم بري شوي دي.

په غونډه کې د ځانګړې کمېټې غړي ډګر جنرال عصمت الله وویل، چې د بې ګناه ګڼل شوو بندیانو د خوشې کولو لړۍ به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه شي:

''په بګرام کې ټول ټال ۳۰۸۲ بندیان دي، چې د څه باندې دوو نیمو زور دوسیې یې څېړلې او ۵۵۰ بې ګناه تثبیت شوي دي.''

سرچینې داراز وویل، چې له دغو بې ګناه بندیانو څخه یې ځینې مخکې شوي شول، ځینې نن او نور به په راتلونکو ورځو کې خوشي شي.

خوشي شوي بندیان د شپږو ولایتونو (پکتیا، لوګر، میدان وردګو، کابل، کاپیسا او پروان) وو.

چارواکو وویل، چې پر دې سربېره د ترهګرۍ په تړاو نیول شوي ۵۷۰ تنه نور بندیان وار له مخه د محاکمو له لوري خوشې شوي دي.

د لوګر ولایت یوه بندي بي بي سي پښتو څانګې ته وویل چې بګرام کې یې اته ویشت میاشتې تېرې کړې او بیا هم بې ګناه ثابت شو.

نوموړی وايي، کله چې بګرام ته د یوه بل بندي د ضمانت لپاره دی او ځینې نور کسان ورغلل، هلته دی هم ونیول شو.

د پکتیا زرمت ولسوالۍ یوه بل بندي وویل چې تر یوه نیم کاله په زندان کې و، چې په وینا یې که څه هم ځورول شوی نه دی، خو یونیم کال یې ضایع شوی او له خپلې کورنۍ لرې و.

تېره اوونۍ هم د بګرام له زندان څخه د سوېلي حوزې ۱۲۲ بندیان خوشي شوي دي، چې ډېری یې د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو دي.

"د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، چې خوشي شوي طالب بندیان د هېواد د سولې په بهیر کې مرسته کولی شي."

او تر هغه مخکې، د تېر دسمبر په وروستیو کې د افغانستان په سوېلي حوزه کې امنیتي چارواکو ویلي وو، چې د بګرام له زندان څخه د سوېلي حوزې ۱۲۲ بندیان خوشي شوي دي، چې ډېری یې د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو دي.

په دغو راخوشي شوو کسانو کې ۷۰ د کندهار، ۳۶ د هلمند، ۱۵ د زابل او یو هم د اروزګان ولایت اوسېدونکی وو، چې د سولې ولایتي شوراګانو له خوا خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

تېره اوونۍ پاکستان هم اعلان وکړ، چې اته طالب بندیان یې خوشي کړي، چې په وینا یې جګپوړي طالب بندیان هم په کې دي.

افغان حکومت ددغو بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی او له پاکستانه یې د نورو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه هم وکړه.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، چې خوشي شوي طالب بندیان د هېواد د سولې په بهیر کې مرسته کولی شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .