له استرالیا د نورو افغان کډوالو د منلو غوښتنه

د خپريدو وخت: 07:48 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391
محمد نصير انديشه

ښاغلي انديشه وويل هغه سلگونه افغان کډوال چې په اسټراليا کې يې غوښتنليکونه نه دي منل شوي، له يوۀ ورک برخليک سره لاس او گريوان دي.

افغانان په استراليا کې د کډوالو تر ټولو غوښنه برخه جوړوي، په دې کې يو شمېر داسې دي چې په نورو هېوادونو کې يې د کډوالۍ غوښتنې نه دي منل شوي او بيا يې دغه هيواد ته مخه کړې ده.

خو استرليا په کال کې ټول ټال پنځه سوه افغانان مني او نور يې په پنډغالو کې له يوۀ نا څرگند برخيلک سره مخامخ دي.

په اسټراليا کې افغان سفير محمد نصير انديشه بي بي سي ته وويل له هغه هېواده يې غوښتي دي چې د افغان کډوالو د منلو کچه د اوس په پرتله پورته بوځي:

''موږ هڅه کوو، په ځانگړي ډول کومه خبره چې ما په جدي ډول د اسټراليا حکومت ته مخې ته کړې ده، موږ بايد د دغه هېواد حکومت دې ته چمتو کړو، چې د افغان کډوالو د منلو کچه پورته کړي، اوس د منلو کچه پنځه سوه کسان دي، موږ ورته ويلي چې دا شمېر ډېر کړي، دوه برابره دي شي؛ ځکه کوم کډوال چې ددوى پولو ته ځان رسوي اړ دي چې همدا بايد ومني، هغه کسان چې په رښتيا سره په پاکستان، ايران ياهند کې د کډوالو په توگه ناست دي، او خپل غوښتنليکونه يې د کډوالۍ لپاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته سپارلي دي هغوى ته په کلونو کې هم وار نه رسېږي.''

ښاغلي انديشه وويل هغه سلگونه افغان کډوال چې په اسټراليا کې يې غوښتنليکونه نه دي منل شوي، له يوۀ ورک برخليک سره لاس او گريوان دي.

"د يو شمېر راپورونو له مخه له ٢٠٠٩ ميلادي کال راهيسې تر دې مهاله شپږ سوه کډوال د اسټراليا پر لاره د د بېړيو د ډوبېدو له کبله مړه شوي هم دي."

د نوموړي په وينا، هغو کډوالو په اسټراليا کې د منل کېدو بهير ستونزمن کړى چې د اندونيزيا له لوري په پټه هغه هيواد ته لېږدي.

په اسټراليا کې افغان سفير وايي د هغه هيواد له حکومت سره په خبرو بوخت دى چې تر ٢٠١٣ او يا تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هغه کډوال ونه مني چې په پټه په بېړيو کې ورځي.

سفير وايي بيا بايد يوازې هغه کډوال ومنل شي، چې ملگري ملتونه يې په هند، پاکستان او ايران کې د کډوالۍ غوښتنليکونه مني.

هر کال زرگونه خلک اسټراليا ته د تللو هڅه کوي، چې ځينې يې ان په اندونيزيا کې د انسانانو قاچاق وړونکو ته پيسې ورکوي چې اسټراليا ته يې ولېږدوي، سلگونه افغانان هم ددغو کسانو برخه وي.

د يو شمېر راپورونو له مخه له ٢٠٠٩ ميلادي کال راهيسې تر دې مهاله شپږ سوه کډوال د اسټراليا پر لاره د د بېړيو د ډوبېدو له کبله مړه شوي هم دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .