ولسي خلکو په وژنه تورن قومندان به "یوه اوونۍ" کې ونیسو

د خپريدو وخت: 18:49 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

د کورنيو چارو وزير جنرال مجتبى پتنګ وويل د معلوماتو له مخې يې حکيم شجاعي د اروزګان او غزني تر منځ په سرحدي سيمه کې دى.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير جنرال مجتبى پتنګ يو ځل بيا د دغه هېواد له ولسي جرګې سره کلکه ژمنه وکړه چې په اروزګان کې د لسګونو ولسي خلکو په وژنه تورن د سیمه ییزو پوليسو قومندان، حکيم شجاعي به په يوه اوونۍ کې دننه دننه ونيسي.

يو شمېر استازو ادعا کوله چې ګواکې دغه قومندان ته يوۀ لوړپوړي چارواکي په کابل کې پناه ورکړې ده.

خو د کورنيو چارو وزير وويل د دوى د معلوماتو له مخې حکيم شجاعي د اروزګان او غزني تر منځ په سرحدي سيمه کې دى.

د ولسي جرګې د شکايتونو اورېدو کميسیون مشر عبيدالله بارکزي د حکيم شجاعي تر پېژندګلوۍ بيانولو مخکې د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې دې قضيې ته د ژبنيو او قومي توپيرونو له سترګو و نه ګوري.

د هغه په وينا ٢٨ هزاره توکمه کسانو هم د حکيم شجاعي پر ضد دوى ته شکايت پاڼې سپارلی دي.

ښاغلي بارکزي وويل په بنسټيز ډول حکيم شجاعي د غزني ولايت د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکى دى نو پر دې بنسټ د سيمه یيزو پوليسو په تعريف کې ځاى نه لري.

د نوموړي په وينا لکه "له نوم يې چې ښکاري د اروزګان سيمه یيز پوليس بايد هم د اروزګان د سيمې وي".

ښاغلي بارکزي وويل حکيم شجاعي په "اروزګان کې ١٢١ ولسي وګړي" وژلي دي.

د ولسي جرګې د شکايتونو اورېدو کميسیون د ١٢١ اروزګانيانو د وژنې خبره وکړه، خو د اروزګان ولايت د خاص ارګان د سیمه ییزو مشرانو ډله چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې د شکايت لپاره ملي شورا ته راغلې وه په پرتلیز ډول يې پر حکيم شجاعي د تورنو پراخ انځور ورکړى و.

هغوى هم په همدې شمېر وژنې تایيد کړې وې، خو دا يې هم ويلي وو چې شجاعي پر اوو ښځو جنسي تېری کړی،١٥٠ کورونه يې زيانمن کړي او سلګونه کورنۍ يې دې ته اړ ويستي چې له سيمې کډې بار کړي.

"شجاعي دې ونيول شي او پلټنې دې ترې وشي. که ولسي خلک يې وژلي و محکمه دې شي او که سپين و بېرته دې لاړ شي."

د ولسي جرګې د شکايتونو کميسیون مشر عبيدالله بارکزی

حکيم شجاعي مخکې بي بي سي ته ويلي و چې ده ولسي وګړي نه بلکې طالبان وژلي او لا هم له حکومته معاش اخلي.

خو د ولسي جرګې د شکايتونو کميسیون مشر عبيدالله بارکزي وويل "شجاعي دې ونيول شي او پلټنې دې ترې وشي. که ولسي خلک يې وژلي و محکمه دې شي او که سپين و بېرته دې لاړ شي".

خو يو شمېر استازو د حکومت لويې سټې تورنولې چې ګواکې د دغه راز خلکو تر شا ولاړ دي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير جنرال مجتبى پتنګ وويل حکيم شجاعي په کابل نه بلکې د اروزګان او غزني په سرحدونو کې وخت تېروي.

نوموړي وويل دوى يې نيولو ته نژدې شوي او په يوه اوونۍ کې به يې ونيسي.

د اروزګان ولايت د خاص اروزګان قومي مشرانو مخکې ولسي جرګې ته ويلي وو چې له دريو کلونو راهيسې پرې د سيمه یيزو پوليسو قومندان حکيم شجاعي ظلمونه کوي.

هغوى ويلي وو چې رسنيو ته يې وويل، ملي شور ته راغلل له نورو لوړ پوړو چارواکو سره يې وکتل خو چا يې غږ ته غوږ ونه نيو.

اروزګانيانو دا ګواښ هم کړې و، که ياد شوی قومندان محاکمه نه شي دوى به اړ شي چې د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره يو ځاى شي.

هغه مهال هم د کورنيو چارو وزير ويلي و چې شجاعي به په يوه اوونۍ کې نيسي، خو داسې و نه شول.

اوس يې بيا خپله ژمنه تازه کړه، چې د کره والي لپاره به يې يوازې يوه اوونۍ انتظار کول وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .