سپین بولدک کې ځانمرګو بریدونو ولسي وګړي وژلي

د خپريدو وخت: 08:48 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391

طالبانو د سیمه ییزې شورا او اتو نورو مشرانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د افغانستان کندهار سپین بودلک ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په بریدونو کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او د درېیو پولیسو په ګډون ۱۵ نور ټپیان دي، چې ټول روغتون ته لېږدول شوي دي.

په کندهار کې سیمه ییز خبریال مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پر کرښه وویل، چې دوه ځانوژونکي په ګاډي کې د شورا ودانۍ ته ننوتي دي.

ښاغلي دراني ته د سپین بولک د پولیسو ویاند غورځنګ اپریدي ویلي، چې ودانۍ ته تر ننوتلو وروسته یو ځانمرګی له ګاډي کوز شوی د ساتونکي په وژلو سره یې خپل ځان هم چوولی دی.

وايي د چاودنې پرمهال په ودانۍ کې شاوخوا ۳۰ کسان وو.

سرچینې ویلي، چې دویم ځانمرګي برید کوونکي خپل ګاډی چوولی، چې د ودانۍ چت سم لاسي ورسره راپرېوت.

نوموړی وايي، شاید په برید کې د شورا غړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

دغه شورا هره یکشنبې په ملي کچه جوړېږي، چې قومي مشران او د شورا غړي په کې د خلکو عریضې اخلي او تر حکومته یې رسوي.

د برید پرمهال ودانۍ ته ځینې عریضه لرونکي ولسي وګړي هم ورغلي وو.

وسله والو طالبانو ددغه برید مسؤولیت منلی دی.

د دغې ډلې له لوري رسنیو ته په استول شوي تیلې فوني پیغام کې ادعا شوې، چې په برید کې د سپین بولدک د سیمه ییزې شورا مشر او اته نور چارواکي وژل شوي.

خو حکومتي سرچینو دا ادعا تر اوسه نه ده تایید کړې او نه یې د مرګ ژوبلې په اړه په رسمي توګه څه ویلي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .