کرزی له اوباما سره خبرو لپاره واشنګټن ته لاړ

د خپريدو وخت: 06:25 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له بي بي سره په مرکه ویلي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به ښاغلی کرزی له خپل امریکايي سیال سره د اټکل شوي امنیتي تړون دوه اړخيز امنيتي تړون پر منځپانگې خبرې وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی نن (دوشنبه د جنورۍ ۷ ) له غرمې مخکې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د امریکا متحده ایالاتو په سفر وخوځېد.

د هېواد له جمهور رئیس سره په دې سفر کې، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین ربانی، ډاکټر اشرف غني احمدزی او د ولسشمرۍ مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم ملتیا کوي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له بي بي سره په مرکه ویلي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به ښاغلی کرزی له خپل امریکايي سیال سره د اټکل شوي دوه اړخيز امنيتي تړون پر منځپانگې خبرې وکړي. دغه تړون به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شتون او شمېر معلوموي.

همدا راز به افغان پلاوی وغواړي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د هغه هېواد ټولې مرستې د افغانستان د بودیجې له لارې ولګول شي. د افغان ولسمشر وياند اېمل فيضی وايي د دواړو هېوادونو مشران به د افغان ځواکونو پر سمبالښت هم خبرې کوي.

"د دغه تړون له مخې به په ډاګه شي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې څومره امريکايي ځواکونه پاتې کېدی شي."

"د دغه درې ورځني سفر ملاقاتونه داسې تنظیم شوي دي، چې په لومړۍ ورځ به ولسمشر کرزی او ورسره پلاوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ملاقاتونه وکړی او په دویمه ورځ به د امریکا د دفاع له وزیر او د یاد وزارت له نورو مقاماتو سره ملاقاتونه وکړي او دغه راز به په دریمه ورځ ولسمشر کرزی او ملګری پلاوی یې په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره وویني او د اړوندو مسایلو په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي."

د دغه تړون له مخې به په ډاګه شي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې څومره امريکايي ځواکونه پاتې کېدی شي.

د امريکا رسنيو راپورنو له مخې به د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېريو شمېر د ۳ زرو او ۹ زرو ترمنځ وي. طالبانو خبرداری ورکړی که په هېواد کې يې کوم بهرنی ځواک تم کېږي، جګړه به نوره هم ورسره اوږدېږي.

د افغانستان په ولسي جرگه کې د کندهار د خلکو استازى او د سياسي چارو شنونکى خالد پښتون وایي په دې وخت کې امریکا ته د ولسمشر کرزي سفر امریکا ته تر ټولو سفرونو ډېر مهم دي، ځکه چې یوه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو موضوع ده او بله په ۲۰۱۴ کال کې د بهرني ځواکونو د وتلو وروسته د یو شمېر امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو خبره ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .