افغانستان څلور ډوله بیمه اجباري کوي

د خپريدو وخت: 11:11 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391
د کابل اور

د افغانستان د مالیي وزرات د دې تر څنګ د موټرو، کارګومارونکو ادارو او دریم کس د بیمو لپاره هم مقررې جوړې کړې دي.

کابو دوه اوونۍ وړاندې د کابل په ناصري مارکېټ کې اورلګېدنه د دې لامل شوه، چې افغان دولت د اورلګېدنې بیمې د اجباري کولو په فکر شي.

دولت پر دې باور دی، چې له دې لارې که سوداګرو ته د اورلګېدنې له کبله زیان رسي، د بیمو شرکتونه به د دوی د زیان په بدل کې ورته پیسې ورکوي او کاروبار به یې له یوې مخې نه ړنګېږي.

اوس د افغانستان د مالي وزارت چارواکي وايي، چې د نوي لمریز کال په رابره کېدو یانې تر راروانو کابو دوه نیمو میاشتو باید ټول سوداګریز بنسټونه او شرکتونه د اورلګېدنې بیمه ولري او که تر ټاکلې نېټې کوم بنسټ دغه بیمه و نه لري، په افغانستان کې فعالیت نه شي کولای.

د مالیې وزارت چارواکو په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دې تر څنګ یې د کارګومارونکو، موټرو او دریم کس بیمو لپاره هم مقررې جوړې کړې او د عدلیي وزارت ته یې لېږلي دي. دوی وايي، چې تر تصویبېدو وروسته به دغه څلور ډوله بیمې اجباري شي.

د مالیې وزارت د بیمو چارو مشر فضل باري ممتاز:

''غواړو چې د خپلې ټولنې د اړتیاو په پام کې نیول سره غواړو چې څلور ډوله بیمې اجباري کړو. په دې کې د اورلګېدنې، کارګومارونکو، ګاډو او دریم کس بیمې شاملې دي. د دې لپاره موږ مقررې جوړې کړې او د عدلیي وزارت ته مو د تصویب او د وزیرانو شورا د منظورۍ لپاره ولېږلې.''

خو له بله پلوه د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي د بیمو پر اجباري کېدو له دې کبله خواشینې دي، چې په خبره یې تېرو تجربو ورته زباد کړې، چې له دې لارې له سوداګرو د بیمې په نامه پیسې اخېستل کېږي، خو ژمنه شوي چوپړونه بیا ورته نه رسي.

"په افغانستان کې اوسمهال پر یوه دولتي شرکت سربېره څلور خصوصي شرکتونه د بیمې چوپړونه وړاندې کوي."

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې په تېر کې هم دولت د ګاډو بیمه کول اجباري کړي وو، خو تر پېښو وروسته د بیمې شرکتونو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي، چې که دولت له نړیوالو معیارونو سره سم د بیمو د خدمتونو د وړاندې کولو تضمین کولای شي، دا به د سوداګرو په ګټه وي.

خود مالیې وزارت چارواکي وايي، چې د بیمو اوسني شرکتونه په معیارونو برابر دي او د دې وړتیا لري، چې له سوداګرو سره د بیمې په اړه کړې ژمنې پوره کړي.

په افغانستان کې اوسمهال پر یوه دولتي شرکت سربېره څلور خصوصي شرکتونه د بیمې چوپړونه وړاندې کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .