دولتي انټرنېټ تېز او بیه یې ٪۵۰ ټیټه شوه

د خپريدو وخت: 09:19 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

یو شمېر خلک بیا د دولتي انټرنېټ له ټیټ سرعت نه سر ټکوي او وايي دولت په دې نه دی توانېدلی چې خلکو ته معیاري انټرنېټ برابر کړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت وايي، د دولت له خوا وېشل شوي انټرنېټ په بیو کې تر ۵۰ سلنې ډېر کموالی راغلی دی.

د دولتي مخابراتي شرکت مشر ګل احمد راستمن بي بي سي ته وویل، د انټرنېټ د بیو د کمېدو ترڅنګ د انټرنېټ په سرعت کې هم تر ۵۰ سلنې ډېر زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی راستمن وايي، وړاندې به د ''افغان ټيلي کام'' شرکت له خوا یو میګابایټ انټرنېټ په درې سوه ډالره پلورل کېده خو وروسته له دې به یو میګا بایټ انټرنېټ په ۹۷ ډالرو پلورل کېږي.

د نوموړي په وینا د هغه انټرنېټ په سرعت کې ډېروالی راغلی چې د لین لرونکو ټیلیفونونو پر مټ وېشل کېږي.

د چارواکو په وینا، وړاندې په یو ثانیه کې ۱۲۸ کیلو بایټه سرعت لرونکی انټرنېټ په ۱۲۵۰ افغانیو د ټېلې فونو پر مټ پلورل کېده، خو تر دې وروسته به په زرو افغانیو ۲۵۶ کیلوبایټه انټرنېټ پلور کېږي.

هغه وايي، حکومت دا پرېکړه ځکه کړې چې د انټرنېټ بیه په بازارونو کې لوړه ده او ټول خلک ترې ګټه نه شي پورته کولای.

په افغانستان کې انټرنېټ شاوخوا لس کاله وړاندې فعال او عامو خلکو ته د انټرنېټ د کاروونې زمینه برابره شوه

خو بل خوا په افغانستان کې د انټرنېټ یو شمېر کاروونکي د انټرنېټ له ټیټ سرعته سر ټکوي او وايي دولت نه د حکومتي انټرنېټ سرعت ډېروي او نه په هغه خصوصي کمپنیو چې په لوړه بیه انټرنېټ پلورې خو سرعت یې ټيټ دی فشار راوړي چې د انټرنېټ سرعت لوړ کړي.

په افغانستان کې انټرنېټ شاوخوا لس کاله وړاندې فعال او عامو خلکو ته د انټرنېټ د کاروونې زمینه برابره شوه، خو د لسو کلونو په تېرېدو سره دولتي او خصوصي انټرنېټونو د خلکو قناعت نه دی برابر کړی او د انټرنېټ کاروونکي د انټرنېټ د ټیټ سرعت او لوړو بیو سر ټکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو شمېر ګاوڼډیو هېوادونو کې د انټرنېټ سرعت ډېر لوړ او بیه یې هم د پام وړ ټيټه ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .