"ښايي ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي"

د خپريدو وخت: 08:06 گرینویچ - چارشنبه 09 جنوري 2013 - 20 مرغومی 1391

ټاکل شوې افغان مشر د جمعې پر ورځ له ولسمشر اوباما سره خبرې وکړي، چې د امريکا له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د دوی ترمنځ لومړۍ کتنه ده.

د اوباما ادارې لومړی ځل دا خبره په ډاګه کړه چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې ښايي خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

افغان ولسشمر حامد کرزى چې اوس مهال په واشنګټن کې دى د جمعې په ورځ به له ښاغلي اوباما سره په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د راتلونکي رول او دندې په اړه خبر ي وکړي.

دواړه مشران غواړي چې د ناټو د محاربوي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې لږ شمېر امريکايي سرتېري پاتې شي، خو واشنګټن پر دې ټینګار کوي چې ولسشمر کرزي باید امريکايي سرتېرو ته له محاکمې څخه معافيت ورکړي.

په عراق کې چارواکو د امريکا دغه غوښتنه ونه منله، ځکه ټول امريکايي سرتېري له هغه هېواده ووتل.

د ولسشمر حامد کرزي وياند ايمل فيضي بي بي سي ته وويل چې افغان حکومت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اوږدې مودې پاتې کېدو ته خوشحال دي.

بل لور ته د امريکا جګپوړي امنيتي سلاکار بن روډېس خبريالانو ته ويلي، چې د امريکا ادره پر يو لړ غوراويو غور کوي.

واشنګټن ته د ښاغلي کرزي درې ورځني سفر کې به له ښاغلي اوباما او نورو چارواکيو سره مهمې خبرې هم شاملې وي، خو وروستۍ پرېکړه به نه کېږي.

افغان ولسمشر غواړي امريکايي ځواکونه يې د هېواد له ښارونو او کليو ووځي. خبريالان وايي دغه ليدنې کتنې په داسې وخت کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکيو کې د عادي حالت په پرتله ډېر درزونه دي.

کله چې په دې اړه له ښاغلي روډېس نه پوښتنه وشوه، چې امريکا په ۲۰۱۴ کال کې د خپل جګړه ييز ماموريت له پای سره د پاتې کېدونکي ځواک سره په تړاو پر "صفر غوراوي" هم فکر کوي، که څنګه؟ د ملي امنيت دغه مرستيال سلاکار خبريالانو ته وويل: "دا به يو غوراوی وي چې موږ به پرې غور کوو."

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ غوښتنه

د امريکايانو په ګډون ډېر بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان نه ووځي.

د سپينې ماڼۍ چارواکيو مخکې ويلي وو، دوی د جګړې ماموريت له پای ته رسېدو وروسته غوره بولي چې په افغانستان کې له ۳۰۰۰ نه تر ۹۰۰۰ پورې ځواکونه پاتې شي.

ټاکل شوې افغان مشر د جمعې پر ورځ له ولسمشر اوباما سره خبرې وکړي، چې د امريکا له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د دوی ترمنځ لومړۍ کتنه ده.

له دغه سفر مخکې، سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي وو ښاغلی اوباما "په افغانستان کې زموږ د لېږد روانو چارو او د تلپاتې ملګرتيا په اړه زموږ پر شريک نظر بحث ته سترګې پر لار دی."

کابل کې د بي بي سي خبريال کونټېن سمروېل وايي د امريکا ولسمشر داسې ښکاري چې د هغه ځواک پر کچه بحث وکړي چې هلته پاتې کېږي، او هم دا چې هغوی هلته د دې لپاره دي چې د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي او که خپل لومړی پام له القاعدې سره پر چلن راغونډ کړي.

دغه ليدنه د بې پيلوټه الوتکې له هغه بريد څو ورځې وروسته کېږي، چې د پاکستاني طالبانو یو مشر ملا نذير يې وواژه.

پر ملا نذير تور و چې د طالبانو ملاتړ لپاره افغانستان ته جنګيالي استوي.

اټکل دی ولسمشر کرزی د واشنګټن خبرو کې راتلونکي کې پر وسايلو د افغان پوځ سمبالولو غوښتنه وکړي، چې درنې وسلې، پرمختللی هوايي ځواک او طبي ملاتړ به هم په کې شامل وي.

اوس مهال په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ يو لک ځواکونه ميشت دي چې شاوخوا ٦٠ زره ېې سرتیري یې امریکایان دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .