د کاپیسا سړک جوړول ۴۵ کلي نښلوي

د خپريدو وخت: 07:52 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

د کاپیسا په ولایت کې د ملي پیوستون پروګرام له پېلېدو راهیسې شاوخوا ۲۱۰۰ پرمختیايي پروژې پلې شوي.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزرات د کاپیسا ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ د سړک په پخولو سره پنځه څلوېښت کلي سره نښلوي.

دغه شاوخوا اته نیم کلیو متره سړک د صیاد له سیمې پیلیږي او د کوهستان د دویمې حصې تر جمال آغې رسیږي.

کله چې سیمې ته ولاړو نو ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو او غوښتل یې چې د خپلې سیمې ستونزې چارواکو ته ووايي دوی ګڼې ستونزې لرلې:

د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر ویس احمد برمک وايي ددې سړک په جوړېدو سره به د سیمې لسګونه کلي سره ونښلول شي او تر ډېره به اوسنۍ ستونزې لېرې شي:

''ددې سړک اوږدوالی اته نیم کیلو متره دی، ددې سړک په بشپړېدو سره به پنځه څلوېښت کلي چې د سړک دواړو غاړو ته پراته دي سره ونښلوي. او د سیمې شاوخوا پنځه دېرش زره کسان به ګټه ترې واخلي.''

ددغې پروژې لګښت د افغانستان د سولې د عالي شورا له خوا ورکول کیږي، د ښاغلي برمک په وینا له دې کار څخه یې موخه د سولې بهیر ته د مخالفینو هڅول او تر څنګ یې هغوی ته د کاري زمینو برابرول دي:

''ددې لپاره چې موږ خلکو ته ځواب وویلی شو، او خلکو ته ډاډ ورکړو چې د سولې بهیر یوه عملي پروسه ده، هغه کسان چې د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي، نو د نغدي مرستو تر څنګ حکومت غواړي چې د پرمختیايي پروژو په برخه کې هم پانګونه ورته وکړي. او په بشپړېدو سره به یې ټولو خلکو ته ګټه ورسیږي.''

د کاپیسا په ولایت کې د ملي پیوستون پروګرام له پېلېدو راهیسې شاوخوا ۲۱۰۰ پرمختیايي پروژې پلې شوي چې څه نژدې دېرش میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی چارواکي وايي په راتلونکي لمریز کال کې به خپل پروګرامونه په هغو سیمو کې هم لا پراخ او چټک کړي چې وړاندې تر دې یې چارې د بېلابېلو لاملونو له کبله پڅې وې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .