افغان ولسي جرګه: "وزيران دې پوښتنو ته حاضر شي"

د خپريدو وخت: 16:29 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، وزیران به د استیضاح لپاره ولسي جرګې ته ورغوښتل کېږي

د افغانستان ولسي جرګې ګواښ کړی، که استيضاح يا پوښتنو ته وربلل شوي یوولس وزیران جرګې ته حاضر نه شي، نو د باور رایه به بېرته ترې واخيستل شي.

دغه پرېکړه له يوې مياشتې اوږدو بحثونو وروسته شوې ده.

ولسي جرګه وايي، دغه وزیران ځکه پوښتي، چې تېر کال يي پرمختیایي بوديجه له ۵۰% کمه لګولې ده.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د دغو وزیرانو په اړه پرېکړه شوې، چې د استیضاح لپاره به ولسي جرګې ته ورغوښتل کېږي.

خو افغان حکومت وايي، د اساسي قانون له مخې ولسي جرګې ته د څلورو وزیرانو له ورلېږلو بښنه غواړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدير وايي، د اساسي قانون له مخې يي پرېکړه کړې، چې د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ پر ۱۴ مه) به له وزیرانو پوښتنې ګروېږنې کوي.

"د ولسي جرګې د داخلي طرزالعمل په ۱۰۲ ماده کې د استیضاح طرزالعمل ياد شوی.د همدغه طرزالعمل له مخې موږ په یوه فورمه کې چې له شپېتو ډېرو غړو لاسلیک کړې ده، د موجه، منحصر او واحد لامل له مخې یوولس وزیران استیضاح ته راغوښتي دي، چې د یوولسو وزیرانو لپاره د استیضاح ټول لازمه شرايط د قانون له مخې تکمیل شوي او د استیضاح ورځ هم ټاکل شوې ده."

"ټول وزیران د اساسي قانون د ۷۷ مادې له مخې ولسي جرګې ته مسوول دي. نو په هغه صورت کې د استیضاح موضوع نه مطرح کېږي، ځکه د نوموړي وزیر نه راتګ د قانون خلاف کار دی، نو موږ به مستقیمآ همدغه وزیر ته د سلب اعتماد صندوق ږدو او ولسي جرګه ورته د عدم اعتماد رایه ورکوي."

د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدير

د افغان حکومت ۱۱ وزیران په ۱۳۹۰ کال کې له ۵۰٪ کمې بودیجې لګولو له امله ولسي جرګې ته ورغوښتل کېږي، چې د دوشبې په ورځ (د جنورۍ پر ۱۴ مه) ترې د دغې جرګې عمومي غونډې پوښتنې کېږي.

خو په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ویاند نعمت الله بشروال وړاندې تر دې ویلي وو، چې د اساسي قانون له مخې ولسي جرګې ته د څلورو وزیرانو له ورلېږلو بښنه غواړي، او يوشمېر يې نوي پر دندو ګومارل شوي دي.

"د ولسي جرګې د رئیسانو کمېټې دا پرېکړه کړې، چې ټول یوولس وزیران دې استیضاح شي، خو موږ د اساسي قانون له مخې د څلورو وزیرانو په اړه بښنه غوښتې، همدې لپاره مو مکتوب هم لېږلی دی.اصلي لامل يي دا دی، چې په ۱۳۹۰ کال کې دوی هلته وزیران نه وو."

خو د ولسي جرګې لومړی مرستیال ښاغلی قدیر وايي، جرګې پرېکړه کړې، که د دغو وزیرانو، هر وزیر د استیصاح لپاره حاضر نشي، نو دوی به يي په نشتون کې د باور رایو د بېرته اخیستو صندوق کېږدي.

"که احیانآ کوم وزیر تالار ته د استیضاح په موخه رانه شي، نو په حقیقت کې دغه وزیر د ولسي جرګې پرېکړو ته درناوی نه لري، او د ولسي جرګې مصوبې او پرېکړې نه مني، چې دا خپله د قانون خلاف عمل دی، ځکه ټول وزیران د اساسي قانون د ۷۷ مادې له مخې ولسي جرګې ته مسوول دي. نو په هغه صورت کې د استیضاح موضوع نه مطرح کېږي، ځکه د نوموړي وزیر نه راتګ د قانون خلاف کار دی، نو موږ به مستقیمآ همدغه وزیر ته د سلب اعتماد صندوق ږدو او ولسي جرګه ورته د عدم اعتماد رایه ورکوي."

د ولسي جرګې د مالوماتو له مخې د دفاع، اطلاعاتو او کلتور، سوداګرۍ، د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې، کانونو، د لوړو زده کړو، اوبو او برېښنا، اقتصاد، کورنیوچارو، ښاري پرمختیا او د پوهنې وزیران به استیضاح کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .