یونیم میلیون زده کوونکي ښوونځیو ته جذبېږي

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د دغه وزارت د چارواکو په وینا اوس مهال یې د درسي کتابونو ستونزه په بشپړه توګه حل شوې او لسګونه زره ښوونکي یې په دندو ګمارلي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي به په راتلونکي لمریز کال کې ښوونځیو ته د نویو زده کوونکو د جذب شمېر له نهه سوو زرو څخه یو نیم میلیون ته لوړه کړي.

د افغانستان د پوهنې وزرات د هېواد له ټولو ولایتونو د پوهنې چارواکي او مسوولین کابل ته راغوښتي وو او د اووه ورځني سیمینار په ترڅ کې یې د هغوی پر اړونده ستونزو خبرې کړي او د ۱۳۹۲ ښوونیز کال لپاره پر تیاریو او نویو پلانونو بحث وکړ.

د پوهنې وزرات د خپرونو رییس کبیر حقمل په وینا د پوهنې ولایتي چارواکو دوی ته خپلې ګڼې ستونزې په ګوته کړې چې د له منځه وړلو لپاره یې تدبیرونه نیول شوي دي.

دی وايي په راتلونکي ښوونیز کال کې به د نویو جذبېدونکو زده کوونکو شمېر د تېر کال په پرتله شپږ سوه زره تنه ډېر وي:

د کندهار ولایت د پوهنې رییس شیر اغا صافی وايي دوی د خپل ولایت په کچه د پوهنې په برخه کې لا هم ګڼې ستونزې لري، چې چارواکو یې د له منځه وړلو ژمنه ورسره وکړه:

کبیر حقمل

د پوهنې وزرات د خپرونو رییس کبیر حقمل په وینا د پوهنې ولایتي چارواکو دوی ته خپلې ګڼې ستونزې په ګوته کړې چې د له منځه وړلو لپاره یې تدبیرونه نیول شوي

د افغانستان د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ وايي په نورو هېوادونو کې د پوهنې چارو ته له مالي پلوه ډېر پام کیږي، چې که په افغانستان کې پر هر زده کوونکي لګښت ورسره پرتله شي نو په نشت حسابیږي:

''موږ په کال کې پر یوه زده کوونکي اویا ډالره لګښت کوو، نو تاسو یې خپله پرتله کړﺉ، اویا ډالرو ته وګورﺉ او ۱۴۰۰ ډالرو ته ان چې ځینې هېوادونه پر خپلو زده کوونکو د کال شل زره ډالره هم لګوي.

نو که موږ بې وزلي یو خو بې همته نه یو، موږ پر ځان فشار راوړو ددې پر ځای چې د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو کار وکړو، آن ته د شپې تر دولسو بجو کار کوو''.

که څه هم په ټول افغانستان کې څه باندې نهه میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او د شاوخوا دوه سوو زرو ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کیږي، خو لا هم نژدې پنځه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي او درې میلیونه د ښوونځي د عمر هلکان او نجونې له زده کړو بې برخې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .