''افغان اردو د پوځي عملیاتو مشري کولی شي''

د خپريدو وخت: 11:25 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391
افغان پوځ

اوس اوس د نژدې ۸۵ سلنې پوځي عملیاتو مشري او پلان جوړونه د افغان پوځ دنده ده.

د افغانستان ملي فاع وزارت وايي، ځواکونه یې چمتو دي، چې راروان پسرلي کې د ټولو پوځي عملیات مشري په غاړه واخلي.

وروسته له هغه، چې ولسمشر اوباما او ولسمشر حامد کرزي سلا وکړه، چې په راتلونکې پسرلي کې به د ټولو پوځي عملیاتو مشري افغان ځواکونو ته سپاري، په افغانستان کې ځینو سیاسي کړیو او د ولسي جرګو د یوشمیر غړو غبرګونونه هم را څرګند شوې دي.

که څه هم ځینې سیاسي ډلې نیوکه کوي، چې دواړو ولسمشرانو دغه پریکړه له و خته وړاندې کړې، خو د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې ځواکونه یې دې چمتو دي، چې په ټاکل شوې وخت کې د ټولو پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخلي.

د دغه وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري بي بي سي ته وویل، چې همدا اوس هم افغان پوځ له ۸۵ سلنو د ډیروپوځي عملیاتو پلان جوړونه اومشري په خپله غاړه لري خو ښاغلي وزیر دا هم وايي، چې لا هم په هوايي ځواک کې د نورو مرستو ته اړتیا لري:

''د افغانستان دفاع وزارت د دې وړتیا لري، په پسرلي کې د ټولو عملیاتونو مشري په خپله غاړه واخلي خو یوازې د هوايي ځواکونو په جوړونه کې ستونزه لرو. اوس د کورني امنیت لپاره زموږ ځواکونه پر خپلو پښو ولاړ دي خو زموږ هدف دا دی، چې اردو باید د اردو په مانا جوړه شي.''

خو له دې سره سره، د ملي ایتلاف په نوم دحکومت مخالفه سیاسي ټلواله، چې تل دحکومت پر کړنو نیوکې کوي، وايي حکومت د ملي پوځ د سم کارولو لپاره پیاوړې اراده نه لري.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم په راتلونکې پسرلي کې افغان ځواکونو ته د ټولو پوځي عملیاتو مشري سپارل د خلګو په ګټه نه ګڼي.

تر دې وړاندې د شیکاګو په غونډه کې پریکړه شوې وه چې په ټول افغانستان کې به د امنیتي چارو واګي تر راتلونکي دوبي پورې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي خو اوس د نوې پرکړې له مخې دا چاره په راتلونکي پسرلي کې ترسره کېږي.

خو بهرني سرتیري به له افغان ځواکونو سره د ملاتړي رول روان ساتي او د اړتیا په صورت کې به په جګړو کې هم برخه اخلي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .