یو پولیس د ملکي کس د وژلو په تور ونیول شو

د خپريدو وخت: 18:14 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

د کندهار په میوند ولسوالی کې یو تن پولیس د یوه ملکي کس د وژلو په تور نیول شوی دی

د کندهار سيمه یيز چارواکي وايي د ځاى خلکو د شاهدۍ پر بنسټ يې د عامه نظم د پوليسو هغه سرتيرى نيولى چې په وینا یې څو اوونۍ مخکې يې په ميوند ولسوالۍ کې د خلکو په مخ کې یو سیمه ییز کس په ډزو وواژه.

د میوند ولسوالۍ د شاه میر کلا اوسیدونکي وايي څو اوونۍ مخکې دغلته د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته پولیسو خلک له کورونو بهر وایستل او د دوی له مینځ نه یې یو تن د یوه پولیس له خوا په ډوزو ووژل شو.

د کندهار چارواکي وايي د پیښې د څیړولو لپاره یې سیمې ته پلاوي استولي وو او اوس دا دی د خلکو د شاهدۍ پر بنسټ او څیړنو وروسته تورن پولیس نیول شوی دی.

د کندهار د والي وياند احمد جاويد فيصل بي بي سي ته وویل له تورن پوليس نه پلټنې پيل شوي چې له بشپړېدو سره یې ښايي دغه پوليس په يوه علني محکمه کې محاکمه شي.

د وژل شوي کس کورنۍ وايي که د کندهار چارواکي تورن ته سزا ور نه کړي نو دوى به په پلازمينه کابل کې خپل غږ پورته کړي.

تر دې مخکې هم د کندهار په یو شمېر سیمو کې ورته پیښې شوي دي.

که یوې خوا ته یو شمېر سیمه ییز خلک امنیتي ځواکونه له دوی سره په ناوړه چلند تورنوي نو له بله پلوه ځیني کسان د حکومت مخالفین تورنوي چې د جګړې پرمهال سیمه ییز خلک ډال ګرځوي او په دې توګه ولسي وګړي وژل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .