زاخيلوال د امريکا پر ژمنه شک لري

د خپريدو وخت: 16:32 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال وويل تر اوسه چې نړيوالې ټولنې کومې مرستې کولې ډېرې يې خپله لګولې چې په وينا يې د افغانستان په لومړيتوبونو او ملي پروژو نه لګول کېدې.

د افغانستان ماليې وزارت لاهم د امريکا د دې ژمنې په اړه شک ښيي چې تر دې وروسته به ګواکې خپل ۵۰ سلنه مرستې د افغانستان له ملي بودجې لګوي.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال وايي دا چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د متحدو ايالتونو له خوا افغان حکومت ته ۸۲۵ ميلیونو ډالرو د سپارلو خبره شوې ده، د يوې ازموينې بڼه لري او دا به په ډاګه کړي چې ايا امريکا پر خپلو ژمنو درېږي که نه.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال وويل تر اوسه چې نړيوالې ټولنې کومې مرستې کولې ډېرې يې خپله لګولې چې په وينا يې د افغانستان په لومړيتوبونو او ملي پروژو نه لګول کېدې.

دی وايي د دغو پيسو غوښنه برخه بېرته د هغو سلاکارانو جيبونو ته لوېده چې غټ معاشونه يې اخیستل.

د ماليې د وزير په وينا د بهرنيانو په لاسونو د لګول کېدونکو پيسو ايله شاوخوا ۳۰ سلنه افغانستان ته رسېده او نورې پېسې له دغه هېواده بېرته وتلې.

بله يې دا وکړه چې د پروژو بيه يې لوړه او اغېزمنتيا يې لږه وه.

ښاغلی زاخيلوال وايي د همدغو خبرو پر بنسټ يې امريکا دې ته وهڅوله چې تر دې وروسته خپلې ۵۰ سلنه مرستې د افغانستان د ملي بودجې له لوري ولګوي.

حضرت عمر زاخيلوال د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل دا چې متحده ايالتونه په مياشت دوو کې افغانستان ته د ٨٢٥ ميلیونو ډالرو په سپارلو ژمن دي، دا يوه ازموينه ده.

نوموړي وويل شک لري چې امريکا به دا ځل پر خپلو ژمنو ودرېږي که نه.

ښاغلي زاخيلوال وويل تر دې مهاله د امريکا د مرستو لس سلنه د افغان حکومت له خوا لګول کېده خو اوس امريکا ژمنه کړې چې دا کچه به ۵۰ سلنې ته لوړوي.

د ماليې وزيروويل که متحدو ايالتونو په ټاکل شوې موده کې ژمنې شوې پيسې افغانستان ته ورکړي نو د سالنګ پر لويه لاره، د مرکزي ښارونو پر لويو لارو، د جلال اباد، پېښور د اور ګاډي په پټلۍ، د کندهار او چمن د اورګاډي د پټلۍ په غځولو، د کوکچې او کونړ په بندونو، کرنه، د شبرغان د غازو پر پروژه، د پوهنتونونو په ملاتړ او يو شمېر نورو بنسټيزو پرمختيايي پروژو ولګول شي.

يو شمېر کارپوهان نيوکه کوي او وايي چې ګواکې افغان حومت د بهرنيو مرستو د لګولو وړتيا نه لري، خو د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې مرستې ډېرې شي وړتياوې خپله لوړېږي.

دوی همدا راز وايي کومې پيسې چې بهرنيان لږوي هغو ته هم تر ډېره په افغانستان کې وړتياوې موندل کېږي.

دوی زیاتوي چې داسې يې بيامومي خو په حکومت کې دې هم دا وړتياوې لوړې کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .