'پاکستان دې د خوشي شوو طالبانو ځای وښيي'

د خپريدو وخت: 10:20 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391
کننګهم

ښاغلي کننګهم همداراز وویل، چې افغانستان ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو په اړه لا تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره لا نور کار ته اړتیا ده.

هغه همدراز وايي، چې امریکا تر اوسه افغان بندیان د افغانستان دولت ته نه دي سپارلي، دا هغه څه دي، چې ولسمشر کرزی پرې ټینګار کوي.

زموږ همکار کوېنټین سمرویل په دغه خبري کنفرانس کې ګډون کړی و. ګلستان شینواري یې رپوټ ژباړلی دی.

په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم وايي، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د پخلاینې خبرې یو داسې بهیر دی، چې په حقیقت کې ان لا تر اوسه پیل شوی هم نه دی:

''هغه څه چې موږ غواړو ژر تر ژره یې وګورو، او افغانان غواړي ویې ګوري، هغه به د هغو خبرو که پایله نه وي نو پیل وي، چې د پخلاینې د یوه جدي بهیر پیل دی. خو تر اوسه پورې دا نه ده ممکنه شوې چې هغه څه رایوځای شي، دغه بهیر ورسره پر مخ ولاړ شي.''

نوموړي دغه څرګندونې په داسې وخت کې وکړې، چې یوه اوونۍ وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي له خپل امریکايي سیال بارک اوباما په واشنګټن کې په ۲۰۱۴ کال کې د ډېرو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته مهال لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا سفیر د هغو طالب بندیانو د موقعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې د پاکستان له خوا خوشي شوي دي.

ده وویل، چې د هغوی خوشي کول یو مثبت کار دی، خو په وینا یې امریکا به پر دوی کره څارنه غوره بللې وای چې دوی چېرې دي او کوم ځای ته به لاړ شي.

"دا یوه څرګنده خبره ده، چې موږ نه غواړو خطرناک کسان خوشې شي او د افغان ولسي وګړو، افغان ځواکونو او یا زموږ د ځواکونو لپاره ګواښ وګرځي. نو موږ له افغانانو سره پر دې کار کوو، چې داسې کوم کار رامنځته نه شي"

جیمز ګنګهم

ده وویل، چې په تېر کې د طالبانو ځینې خوشي شوي بندیان د لوړپوړو چارواکو په توګه د طالبانو لیکو ته بېرته ورستانه شوي دي:

''دا یوه څرګنده خبره ده، چې موږ نه غواړو خطرناک کسان خوشې شي او د افغان ولسي وګړو، افغان ځواکونو او یا زموږ د ځواکونو لپاره ګواښ وګرځي. نو موږ له افغانانو سره پر دې کار کوو، چې داسې کوم کار رامنځته نه شي.

پاکستانیانو تر اوسه پورې د هغو بندیانو په اړه داسې کار کړی، چې یوازې خوشي کړي یې دي.''

ده تایید کړه، چې د امریکا متحده ایالتونو افغان دولت ته تر اوسه پورې بندیان نه دي سپارلي، دا هغه مسله ده چې ولسمشر کرزی یې د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره یوه مهمه خبره بولي او ټینګار کوي، چې ټول افغان بندیان باید وروسپارل شي.

ښاغلي کننګهم همداراز وویل، چې افغانستان ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو په اړه لا تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

ده وویل، که دا الوتکې افغان ځواکونو ته ورکول کېږي، هغه به بې وسلې بې پیلوټه الوتکې وي چې یوازې د څارګرۍ دندې به پر مخ وړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .