د ایکو غړي د اضافي مالیو لرې کولو پر سر بحث کوي

د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

د ايکو یا 'اقتصادي همکارۍ سازمان ECO' شاوخوا ۲۵ کاله مخکې جوړ شو چې موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پياوړتيا ده.

دغه درې ورځنۍ غونډه چې په ایران کې د ایکو سازمان غړو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوې، موخه یې د اضافي مالیو یا ډبل ټکس له منځه وړل دي، چې د افغان پلاوي په وینا په ډېرو برخو کې د ایکو سازمان د ګډون والو له استازو سره خبرو ښې پایلې لرلي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت د سترو مالیه ورکونکو ادارې مشر سبحان الله فهیمي په وینا ښايي په نژدې راتلونکې په دې اړه موافقې هم لاسلیک شي او ددې کار په پلي کېدو سره به د غړو هېوادونو تر منځ سوداګري ښه پرمختګ وکړي:

''د افغانستان حکومت د ایران له حکومت سره ځینې موافقې لاسلیکوي، د کانفرانس هدف هم دا و، چې دغه مسایل وڅېړي او تخنیکي اړخونه یې وارزوي، او بیا د دواړو هېوادونو چارواکي یوې موافقې ته ورسېږي.''

ځینې وخت یو شمېر موافقې لاسلیک کیږي، خو بیا عملي بڼه نه خپلوي.

ښاغلی فهیمي وايي د ایکو سازمان تړونونه په نړیواله کچه لاسلیک کیږي او اړوندې خواوې یې د پلي کېدو مسولیت لري.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په اند په دغه راز تړونونو کې ډېره ګټه صادروونکو هېوادونو ته رسېږي او د واردونکو هېوادونو پر محصولاتو بیا منفي اغېزې کوي.

د مالیو معافېدل

د اقتصادي چارو افغان کارپوه او د کابل پوهنتون استاد سید مسعود د هېوادونو ترمنځ د مالیو معافولو ګټې په دوو برخو وېشي:

''یوه کتګوري ده، چې ایران، ترکیه، پاکستان او شاید ازبکستان چې مخ پر وده هېوادونه دي، غواړي چې دغه ډبل (دوه برابره) مالیې لرې شي او خپلو صادراتو ته د نورو هېوادونو دروازې پرانیزي. په دویمه کتګورۍ لګښتي هېوادونه راځي، چې افغانستان او تاجکستان هم په کې راځي.''

د ايکو یا 'اقتصادي همکارۍ سازمان ECO' شاوخوا ۲۵ کاله مخکې جوړ شو چې موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پياوړتيا ده.

دا مهال په دې سازمان کې د افغانستان، ایران، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان او د مرکزي اسیا یو شمېر نور هېوادونه ګډون لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .