ولسي جرګې د ۱۳۹۲ کال بودیجه تصویب کړه

د خپريدو وخت: 06:40 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391
ولسي جرګه

ځینې استازي وايي چې گواکې د بوديجې ځنډول د يوولسو وزيرانو د استيضاح له خبرې سره هم تړاو ولري.

ولسي جرگې په درېیم ځل نن (یکشنبه/جنوري ۲۰) ددريم ځل لپاره د ١٣٩٢ لمريز کال بوديجې ته د تایيد رايې ورکړې او تصویب یې کړه.

وړاندې دغه بودیجه دوه ځله د زابل د هوايي ډګر او ځینو نورو لویو پروژو ته د پیسو د نه ځانګړي کېدو له کبله رد شوې وه.

ولسي جرګې دا ځل ځکه بودیجه تصویب کړه، چې حکومت ورسره منلې ده، دغو لویو پروژو ته به پیسې په پور واخلي.

د بودیجې د ردېدو یو بل لامل د اورګاډي د جوړېدونکو پټلیو لپاره د ځانګړو پیسو نشتوالی په ګوته شوی و.

همداشان، د برېښنا د ځینو بندونو لپاره هم پیسې نه وې ځانګړې شوې.

وړاندې د جرګې یوه غړي ویلي وو چې د ارگ د بوديجې، لوبغاړو ته د پنځو ميلیونو ډالرو ځانگړي کول او يو شمېر نورې خبرې شته چې حکومت يې په ترڅ کې د نوموړي په وينا ددوى غوښتنې نه دي منلې:

''وکيلانو چې تېر ځل بوديجه رد کړه، يوازې ددوو وړو خبرو په اړه چې يو د زابل هوايي ډگر او يو بل ځاى دى چې بدلونونه په کې راوستل شوي دي، د وکيلانو يوه غوښتنه هم په پام کې نه ده نيول شوې، د ارگ په بوديجه کې کوم بدلون نه دی راوستل شوى، د ګردن ديوال سړک ته بوديجه نه ده ځانگړې شوې، همدا راز موږ افغان لوبغاړو ته د پنځه ميلیونو ډالرو ته غوښتنه کړې وه، چې په دې برخه کې هم مثبت ځواب نه دی راکړل شوى.''

د ولسي جرگې مشر عبدالرؤف ابراهيمي د تېرې شنبې په ورځ ویلي وو چې: ''د بوديجې په اړه ځانگړې غونډه کوو، بيا به نو پرې بحث کېږي، او رايې به ورکول کېږي، دا چې رايې گټي که نه يې گټي دا په جرگې پورې تړاو لري.''

دا بوديجه د تېرې چارشنبې پر ورځ هم ولسي جرگې رد کړې وه، او تر دې مخکې تېره مياشت رد شوې وه.

د بوديجې کچه نژدې ٧ ميليارده ډالره ده، چې غوښنه برخه يې د بهرنيو هېوادونو له مرستو جوړه ده.

تېر کال هم د ١٣٩١ لمريز کال بوديجه د يو شمېر لاملونو له کبله دوه ځل رد شوې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .