"افغان زندانو کې پراخې ربړونې کېږي"

د خپريدو وخت: 17:49 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

دغه رپوټ د ربړولو او ناوړه چلند لارو چارو ۱۴ بڼې په ګوته کوي چې وهل ټکول، د اعدام کوتڅنډنه او جنسي تېری هم په کې شامل دی.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۱ کال کې د دوی ورته رپوټ کې له سپارښتنو سره سره افغان زندانو کې بندیان په پراخه توګه ربړول کېږي.

څه د پاسه ۶۳۵ بندیانو چې د ملکرو ملتونو پلټونو ورسره خبرې کړي، ویلي دوی سره ناوړه چلند کېږي او یا هم ربړول کېږي.

دغې رپوټ ته په غبرګون کې افغان حکومت ویلي دغو ادعاو کې مبالغه شوې ده.

افغانستان کې د امنیت مرستندویه نړیوالو ځواکونو، ایساف هغو زندانو ته د بندیانو لېږدول ځنډولي چې په دغه رپوټ کې یې یادونه شوې ده.

دغه رپوټ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما چمتو کړی د ۲۰۱۱ کال اکتوبر نه د ۲۰۱۲ کال تر اکتوبر پورې په هغو زندانو کې د بندیانو پر حال را څرخي چې د ملي او ځايي پولیسو او هم استخباراتي ادارې له خوا اداره کېږي.

د معافیت دود

دغه رپوټ د ربړولو او ناوړه چلند لارو چارو ۱۴ بڼې په ګوته کوي چې وهل ټکول، د اعدام کوتڅنډنه او جنسي تېری هم په کې شامل دی.

"د اعتراف او معلوماتو تر لاسه کولو په موخه ځینو بندیانو ته بریښنايي ټکانونه ورکړل شوي دي"

د ملګروملتونو رپوټ

رپوټ وايي د اعتراف او معلوماتو تر لاسه کولو په موخه ځینو بندیانو ته بریښنايي ټکانونه ورکړل شوي دي.

د مخکنې رپوټ ۱۲ میاشتنۍ مودې په پرتله د پولیسو په بند کې د دغه ډول پېښو کچه له ۳۵٪ نه ۴۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

سره له دې چې په همدې موده کې د ملي امنیت د بندیانو ساتلو ځایونو کچه له ۴۶٪ نه ۳۴ سلنې ته را لوېدلې ده.

یونما ویلي سره له دې چې حکومت د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې له روزنې نیولې تر څارنې او لارښوونې پورې د دوي له خوا وړاندې شوې ځینې سپارښتنې پلي کړي دي خو داسې ښکاري چې له سرغړونکو سره دومره چلند نه دی شوی چې تمه یې کېده.

"د یونما د بشري حقونو څانګې مشر جورجیت ګاګنون وايي "یونما موندلې چې د ځورونکو سره حساب کتاب نه دی شوی، پلټنې کمې شوي او پړه کسان نه دې محاکمه شوي"

ده زیاته کړه د ځورونو د مخنیوي لارو چارو پرته چې د پلټنې پیاوړی او خپلواک بهير، جینايي محاکمې او محکمې او د ځورونو له لارې ترلاسه شویو اعترافونو په کلکه ردول په کې دي افغان چارواکي د ځورونو مخنیوي ته نه هڅول کېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ټینګار کړی چې د بندیانو ساتل د افغانانو د خپلواکۍ مسله ده او له امریکا یې غوښتنه کړې چې له دوی سره بندي افغانان دې وروسپاري.

خو ایساف قومندانانو خبرداری ورکړي چې د سرغړونو اوسنۍ لوړې کچې ته په کتو سره دا چاره به په نژدې وخت کې تر سره نه شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .