معلول سلاکار: انساني کرامت ته مې سپکاوی شوی

د خپريدو وخت: 12:59 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391
سید حامد دقیق

دغه سلاکار وايي، د خپل حق د اعادې لپاره یې لویې څارنوالۍ او د اطلاعاتو کلتور وزارت ته خپل شکایت ورکړی او پرضد به یې اقدام وکړي.

د افغان حکومت یو معلول سلاکا ر وايي، چې طلوع خصوصي تلویزیون یې په یوه طنزي خپرونه کې د معلولیت له امله انساني کرامت ته سپکاوی کړی دی.

دغه ظنزي خپرونه د افغانستان په مالیې و زارت کې یو معلول سالاکار خپل ځان ته سپکاوی ګڼي.

په دغه طنزي خپرونه کې، چې ظاهراً روښانه د چا نوم نه ښوول کېږي، خو خبرې یې تر ډېره پر داسې یوه سلاکار ورټولې دي، چې معلول دی او د افغانستان په یوه وزارت کې دنده لري.

په دغه خپرونه کې لیدل کېږي، چې په طنزي ډول په پښو او لاسونو معلول کس پر عربه لرونکې څوکۍ ناست دی او وزیر ته سلا مشورې ورکوي.

په مالیې و زارت کې د نړیوالو تړونونو سلاکار سید حامد دقیق چې په هندوستان کې یې لوړې زده کړې کړي، او پر پښو معلول دی، د دغه فلم موخه ځان ګڼي ځکه د ده په وینا دی یوازینی معلول سلاکار دی، چې د افغانستان په یوه وزارت کې مشورې ورکوي.

نوموړی وايي، دغې طنزې خپرونو نه یوازې د ده پر روحیې بلکې د ټولو معلولینو پر روحیې اغېز پرې ايستی دی:

"هغه څه، چې دوی یې ادعا کړې، هغسې نه ده. او شکایت یې هم قانوني بنسټ نه لري. دغه مساله اصلاً چا ته د سپکاوي په ډول نه وه. د چا نوم نه دی اخیستل شوی او د کوم بنسټ نوم هم نه دی یاد شوی. نو د دوی ادعا قانوني او حقوقي بنسټ نه لري."

صدیق احمدزاده

''دوی په خپله خپرونه داسې کلیپ خپور کړی، چې ګنې وزیر صیب یو معلول سلاکار لري او هغه په غېږ کې ښکته پورته کیږي. او ډېر زشت الفاظ یې کارولي دي، چې د ژورنالیزم د اصولو خلاف کار دی. دغه کار زما انساني کرامت ته مستقیم سپکاوی دی، او باید عدلي قضايي تعقیب یې وشي.''

خو د طلوع تلویزیون مسؤول مدیر صدیق احمد زاده بي بي سي ته وویل، چې تر اوسه دغه تلویزیون ته چا په دې اړه رسمي شکایت نه دی کړی او دا هم وايي، چې تلویزیون داسې خپرونې نه دي نشر کړي، چې د چا د سپکاوی سبب شوې وي:

''هغه څه، چې دوی یې ادعا کړې، هغسې نه ده. او شکایت یې هم قانوني بنسټ نه لري. دغه مساله اصلاً چا ته د سپکاوي په ډول نه وه. د چا نوم نه دی اخیستل شوی او د کوم بنسټ نوم هم نه دی یاد شوی. نو د دوی ادعا قانوني او حقوقي بنسټ نه لري.''

په همدې حال کې د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، چې د سید حامد دقیق د شکایت رسمي پاڼه ورته رسېدلي او درسنیو د سړغونو د کمیسیون له څېړنو وروسته به قانوني ګام پورته کړی.

مرستیال لوی څارنوال بي بي سي ته وویل:

مطبوعاتي جرم

''فکر کوم چې د دوی مطلب لویې څارنوالۍ ته رارسیدلی دی. دی توهین او تحقیر شوی او دا یو جرم دی.

"زما د معلولیت له امله د انساني کرامت سپکاوی شوی."

سید حامد دقیق

دا یو مطبوعاتي جرم دی او په اطلاعات او فرهنګ وزارت کې به د رسنیو د کمیسیون له ارزونو وروسته به له هغوی نه پوښتنې کېږي او قانوني اقدام به کېږي.''

په افغانستان کې د رسنیزو سرغړونو د څېړنو کیمسیون وايي، د افغانستان د رسنیو د قانون له مخې هېڅ رسنۍ داسې څه نه شي خپرولي، چې انساني کرامت ته په کې سپکاوی وشي.

د دغه کمیسیون غړی عبدالشکور دادرس وايي، که ښاغلي دقیق ورته خپله عریضه وړاندې کړې، د قانون له مخې به يې عريضه وڅېړل شي.

په افغانستان کې سلګونه زره معلولین او معیوبین شته، چې د ډېرو لپاره کاري زمینه نه شته او ممکن لوی لامل به یې معلولیت او یا معیوبیت وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .