کرزي په زندانو کې د ربړونو څېړنې ته پلاوی وټاکه

د خپريدو وخت: 20:28 گرینویچ - سه شنبه 22 جنوري 2013 - 03 سلواغه 1391

څه د پاسه ۶۳۵ بندیانو چې د ملکرو ملتونو پلټونو ورسره خبرې کړي، ویلي دوی سره ناوړه چلند کېږي او یا هم ربړول کېږي.

ولسمشر حامد کرزي د هېواد په زندانو کې له بنديانو سره د ناوړه چلند او ربړولو په اړه د ملګرو ملتونو د خپاره شوي رپوټ د څېړنې په موخه يو پلاوی کومارلی.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې راغلي و چې په افغان زندانو کې بندیان په پراخه توګه ځورول کېږي.

څه د پاسه ۶۳۵ بندیانو چې د ملکرو ملتونو پلټونکو ورسره خبرې کړي، ویلي دوی سره ناوړه چلند کېږي او یا هم ربړول کېږي.

دغه پلاوی د اساسي قانون پلي کولو د څار خپلواک کميسيون د مرستيال عبدالقادر عدالتخواه په مشرۍ جوړ شوى، چې په کې د کورنيو چارو وزارت حقوقي سلاکاران، د ملي امنيت عمومي رياست، د ولسمشرۍ رياست د عدلي او حقوقي چارو د سلاکار پلاوي استازی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي مشر يې غړي دي.

"افغان چارواکي د ملګرو ملتونو دغه راپور ردوي خو ايساف يې تاييدوي او وايي په همدې دليل يې د زندانونو سپارل ځنډولي"

د ولسمشر دفتر نه په يوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، دغه پلاوی په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د استازو په ګډون ګومارل شوی، چې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست په زندانونو او توقيف ځايونو کې د زندانيانو د ربړونې د څرنګوالي، بد چلند، په مرګ د ګواښلو په اړه، چې د ملګرو ملتونو په راپور کې هم راغلي، څېړنه وکړي.

د رپوټونو له مخې، پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د دغه ډول پېښو او له عاملانو په نښه کول او خپلې لاسته راوړنې دې په دوه اوونیو کې ولسمشر ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا دوه اوونۍ وړاندې دغه هېواد ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال ومنله، چې د بګرام زندان ټول مسووليت او هغه کسان چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا نيول کېږيافغان لوري ته به یې سپاري.

افغان چارواکي دغه راپور ردوي، خو ايساف يې تاييدوي او وايي، چې په همدې دليل يې د زندانونو سپارل ځنډولي او ټول هغه راپورونه چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه خپاره شوي، په جدي ډول څاري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .