پاکستان سرحدي سیمو کې د همغږۍ مرکزونه فعالوي

د خپريدو وخت: 17:23 گرینویچ - پنجشنبه 24 جنوري 2013 - 05 سلواغه 1391

پاکستان ته د تللي افغان پلاوي مشر وايي خبرې په دوستانه فضا کې تر سره شوې

پاکستان ته د افغانستان د ملي دفاع وزارت د تللي پلاوي مشر جنرال افضل امان بي بي سي ته وویل د پېښور په یوه پوځي مرکز کې یي د پاکستان د ۱۱ نمبر قول اردو له قوماندان سره د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي امان زیاته کړه چې د پاکستان له لوري د ختیځ ولایت کنړ پر دا نګام او ناړۍ ولسوالیو راکټي بریدونه د دې خبرو اترو اصلي موضوع وه.

هغه زیاته کړه چې له پاکستاني لوري سره د خبرو تمرکز په سرحدي سیمو کې د هغو سرغړونو په اړه وچې تر دوه، دوه نیمو میاشتو وړاندې پورې یې په دانګام او ناړۍ سیمو کې دوام درلود.

د ده په وینا پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې په سرحدي سیمو کې باید د پېښیدونکو ستونزو د هواري لپاره یو میکانیزم رامنځ ته شي.

د افغانستان د ملي اردو د اوپراسیون مشر جنرال افضل امان زیاته کړه چې پاکستاني لوري استدلال کاوه چې ګواکې د دوی سرحدي امنیتي پوستې د ترهګرو له خوا تر برید لاندې راځې چې په ځواب کې یې کله نا کله مرمۍ د افغانستان خاورې ته سهوا توغول کېږي.

"پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې په سرحدي سیمو کې باید د پېښیدونکو ستونزو د هواري لپاره یو میکانیزم رامنځ ته شي"

جنرال افضل امان

خو ښاغلی امان وایي افغان پلاوي ټینګار درلود چې دا ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي او دا ممکنه نه ده چې د سهوې او خطا له لارې په سلګونه مرمۍ په بل لورې وتوغول شي.

پاکستان ته د تللي افغان پلاوي مشر وايي خبرې په دوستانه فضا کې تر سره شوې او دواړو لوریو هوډ وکړ چې په سرحدي سیمه کې امنیتي ستونزې باید د خبرو او همغږۍ له لارې هوارې شي.

ښاغلی امان وايي د دې خبرو اترو په پایله کې کوم تړون لاسلیک نه شو خو پاکستاني لوري هوډ وکړ چې په سرحدي سیمو کې به د همغږۍ مرکزونه فعالوي او دواړه لوري به ستونزې د همدې مرکزونو په مرسته د همغږۍ له لارې هواروي.

افغان دولت وايي چې له شاوخوا یوه نیم کال راهیسې د پاکستان له لوري د افغانستان په یو شمېر سرحدي سیمو راکټي بریدونو ترسره کېږي چې افغان ملکي وګړو ته یي ځاني او مالي زیان اړولی.

لومړی ځل افغان ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۰ کال په جون میاشت کې دغه ستونزه په تهران کې دیوې غونډه پرمهال له خپل پاکستاني سیال اصف علی زرداري سره شریکه کړه.

خو ستونزه هواره نه شوه او راکټي بریدونو دوام وکړ. افغان چارواکي وايي دغو بریدونو له تېرو شاوخوا دوه نیمو میاشتو وړاندې پورې یې دوام درلود.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .