د ۱۰ کالو ماین پاکۍ ته نیم میلیارد ډالر په کار دي

د خپريدو وخت: 06:36 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391

اوس مهال نژدې اووه نړیوال او ملي بنسټونه په افغانستان کې د ماین پاکۍ پر چارو بوخت دي، چې شاوخوا ۱۳ زره کسان په کې کار کوي.

د افغانستان لپاره د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز وايي، د راتلونکو لسو کلنو لپاره له نیم میلیارده ډالرو ډېرې پيسې د مین پاکۍ لپاره په کار دي.

که څه په افغانستان کې ماینونه لاهم د ملکي وګړو پر وړاندې لویه ننګونه ګڼل کېږي، خو د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز وايي، چې د روان کال په دریمه ربعه کې یوازې پنځوس تنه د ماینونو له امله یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي.

د دغه مرکز په و ینا، لس کاله وړاندې به د کال په څلورو میاشتو کې ۵۰۰ سوه تنه د ماینونو قرباني کېدل، خو وايي دغه کچه اوس راښکته شوې ده.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز مرستیال محمد وکیل وايي، لا هم په ۲۴۲ ولسوالیو کې د ماینونو ستونزه شته ده.

د ښاغلي وکیل په وینا د ماین پاکۍ دچارو ښه همغږي او د پرمختللو مهارتونو تر لاسه کول هغه مهم لاملونه دي، چې د ښخ کړای شوو ماینونو مرګه ژوبله راکمه شوې ده.

خو له دې سره سره لاهم د ماین پاکۍ بنسټونه وايي، چې لږ تر لږه لسو نور کلونو ته اړتیا لري، چې په افغانستان کې ماینونه پاک کړي.

محمد وکیل وايي، که نور ماینونه خښ نه کړای شي، د شته ماینونو د پاکېدو لپاره ځانګړی پلان لري.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز مرستیال محمد وکیل وايي، لا هم په ۲۴۲ ولسوالیو کې د ماینونو ستونزه شته ده.

خو لاهم د افغانستان په ځینو سیمو په ځانګړي ډول ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د حکومت مخالف وسله وال ماینونه ښخوي، چې ماین پاکان یې لویه ننګونه ګڼي.

اوس مهال نژدې اووه نړیوال او ملي بنسټونه په افغانستان کې د ماین پاکۍ پر چارو بوخت دي، چې شاوخوا ۱۳ زره کسان په کې کار کوي.

د اوتاوا د تړون له مخې باید تر ۲۰۱۳ کاله د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو څخه پاکې شي، خو د ماین پاکولو ادارې د نورو ترڅنګ نا امني دې هدف ته د رسیدو په وړاندې یوه مهمه ننګونه په ګوته کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .