له هرات ښاره وتلې لویې هدیرې جوړېږي

د خپريدو وخت: 11:13 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391
هرات

هرات د افغانستان د ګڼ میشتو ولایتونو په کتار کې راځي.

د هرات په هدیرو کې د نورو مړو د خښولو لپاره ځای نه دی پاتې، چارواکي وایي په دې اړه نوی پلان لري.

د هرات له ښاره په وتلو څلورو سیمو کې باید نوې پراخه هدیرې جوړې شي. دا هغه طرحه ده چې د هرات یوشمېر سیمه يیزې ادارې یې په ګډه د عملي کولو هڅه کوي.

هرات د افغانستان د ګڼ مېشتو ولایتونو په کتار کې راځي.

دلته د هر زیارت شاوخوا داسې پخوانۍ او زړې هدیرې لیدل کېږي چې د هر کال په تېرېدو سره یې لمن پراخه شوې.

د هرات د ارشاد حج او اوقافو د ادارې مشر مولوي عبدالواحد عاصمي وایي باید ارومرو عملي ګامونه پورته شي:

''د هرات ښار د ننه او له ښاره په وتلو سیمو کې ټولې هدیرې ډکې شوې او نور د مړو د خښولو لپاره هېڅ ځای په کې نه شته. په هرات کې د نفوسو زیاتوالی دا ایجابوي چې ارومرو له ښاره بهر ډېره پراخه هدیره جوړه شی.''

یوازې په پخوانیو هدیرو کې د ظرفیت مساله نه ده چې چارواکي یې د دې پلان جوړولو ته هڅولي، بلکې پخوانیو هدیرو د چاپېریال ساتنې د څرنګوالي به هکله هم تاوده بحثونه راپارولي.

انساني کرامت

هر قبر به ځانته شمېره لري، قبرونه به ټول په کتارونو کې څنګ په څنګ جوړېږي او ترڅنګ به یې د اړینو خدمتونو د ترسره کولو ځانګړې څانګې هم د اړوندو ارګانونو له خوا فعالې شي.

د هرات د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر عبدالقیوم افغان وایي ''پخوانۍ هدیرې دیوال نه لري، ماشومان او په نشه یي توکو روږدي کسان په کي ګرځي. حیوانات هم په کې تاوېږي. موږ غواړو چې انساني کرامت پر ځای شي.''

د ښاغلي افغان په وینا، نوې هدیرې به د پرمختلليو اسلامی هېوادونو په شان په ډېر منظم او معیاري شکل جوړیږي.

هر قبر به ځانته شمېره لري، قبرونه به ټول په کتارونو کې څنګ په څنګ جوړېږي او ترڅنګ به یې د اړینو خدمتونو د ترسره کولو ځانګړې څانګې هم د اړوندو ارګانونو له خوا فعالې شي.

خو دا مالومه نه ده چې د دې پلان د عملي کولو لپاره به څه وخت عملي ګامونه اوچت او کله به ترسره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .