کاپیسا کې ځانمرګي برید ولسي وګړي وژلي

د خپريدو وخت: 05:50 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391
کاپیسا

برید د سراچې په مټ شوی دی.

د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه څلور ولسي وګړي وژلي دي.

پېښه نن (جمعه/جنوري ۲۵) سهار اووه نیمې بجې شوې ده.

والي محراب الدين صافي بي بي سي ته وويل چاودنې د استوګنې يو شمېر کورونه هم ويجاړ کړي دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې ده، چې په برید کې یې بهرني پوځيان وژلي دي، خو سیمه ییزو چارواکو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د کاپیسا چارواکي وايي، چې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان په بله لار روان او هغوی ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی دی.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د دغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه ادعا کړې، ده چې په دغه برید کې دوه امریکايي ټانکونه ویجاړ شوي او تر لسو ډېر امریکايي سرتېري وژل شوي.

خو په کابل کې ایساف ځواکونو ویلي، چې د تګاب د برید موخه د دوی پوځي کاروان و، خو هېڅ کوم پوځي ته یې زیان نه دی اوښتی.

ایساف زیاتوي، چې په برید کې ولسي وګړي وژل شوي او ټپي شوي دي.

د تېر ۲۰۱۲ د جون په ۱۸ هم د کاپیسا ولایت په مرکز کې ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان وژلي او یوشمېر نور یې ټپیان کړي وو.

برید د تګاب ولسوالۍ په یوه مارکېټ کې شوی و.

په وژل شوو کې د پولیسو یو سیمه ییز قومندان او د هغه زوی او دوه ساتونکي هم ول.

او تر هغو وړاندې، د جون پر نهمه بیا په دغه ولایت کې یوه ځانمرګي برید څلور فرانسوي سرتېري ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .