"ولسمشر باید په ټاکنو کې لاسوهنه و نه کړي"

د خپريدو وخت: 13:12 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ايتلافونو د همکارۍ شورا ولسمشر حامد کرزي او حکومت ته خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ايتلافونو د همکارۍ شورا له ولسمشر حامدکرزي غوښتي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې دې لاس وهنه نه کوي.

دغه ټولنه وايي، حکومت او ولسمشر دې خلکو ته ډاډ ورکړي، چې د یوه ځانګړي کاندید لپاره دې له دولتي امکاناتو کار نه اخلي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چا ته به د لاسوهنې اجازه ور نه کړي، خو له حکومته به د همکارۍ غوښتنه وکړي.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا په ټاکنو کې د لاسوهنو د مخنیوي لپاره د یوې اعلاميې په خپرولو سره خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

د دغې شورا یوه مهمه اندېښنه دا وه چې حکومت د رایې ورکوونکو د لست له چمتوالي سره مخالفت کړی، چې په دې سره د دوی په وینا د پراخو درغلیو امکان شته.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ايتلافونو د همکارۍ شورا ولسمشر حامد کرزي او حکومت ته خپلې غوښتنې مطرح کړې.

په دغه اعلامیه کې بله مهمه غوښتنه دا وه، چې ولسمشر دې د ټاکنو په تخنیکي او مسلکي چاروکې لاسوهنه نه کوي.

د دغې شورا غړي شاولی کریم زوی د اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته.

"د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د دولت، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري، خو پرېکړه به په خپلواکه توګه کوي."

"حکومت او ولسمشر دې د ټاکنو په تخنیکي او مسلکي چاروکې له مداخلې لاس واخلي او اساسي قانون او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خپلواکۍ په اړه دې، نافذه قوانینو ته درناوی وکړي. حکومت او ولسمشر دې د یوه ځانګړي کاندید لپاره، د دولتي وسایلو او امکاناتو د کارونې د مخنیوي په اړه خلکو ته تضمین او ډاډ ورکړي."

په اعلامیه کې له نړېوالې ټولنې هم غوښتنه شوې، چې په افغانستان کې د رڼو او له درغلیو د پاکو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د دولت، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري، خو پرېکړه به په خپلواکه توګه کوي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۱۴ زېږدېز کال د اپریل په میاشت کې ترسره شي. دغه ټاکنې له دې امله مهمې ګڼل کېږي، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان تلوونکي دي او دامنیت بشپړې چارې به افغان لوري ته سپارل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .